ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د خونړي برید څېړل غواړي

ولسي جرګه د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د خونړي برید څېړل غواړي

author avatar
19 Oct 2019 - 18:13
ولسي جرګه د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د خونړي برید څېړل غواړي
author avatar
19 Oct 2019 - 18:13

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په اړه د ولسې جرګې په بیړنۍ غونډه کې دغې جرګې پرېکړه وکړه چې دا برید له نږدې وڅېړل شي او د قربانیانو له کورنیو سره مرسته هم وشي.

تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودره کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې په کې ٧۲ کسان ووژل شول او ۳٦ نور ټپیان شول.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. وسله والو طالبانو، ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د امریکا سفات دا برید غندلی دى.

ټاکل شوې وه چې نن د ولسي جرګې غړي په کمېسیونونو کې کار وکړي، خو د یاد برید په اړه یې بیړنۍ ناسته وکړه.

د ولسي جرګې لومړي منشي امیرخان یار چې نن یې د ولسي جرګې د ناستې مشري کوله، وویل، دا ناسته د ننګرهار ولایت د پروني برید د څېړنې د څرنګوالي په موخه جوړه شوې ده.

په جرګه چې د ننګرهار د خلکو استازې سایمې خوګیاڼۍ د یاد برید د غندلو ترڅنګ وویل چې تراوسه د دغه برید څرنګوالی معلوم نه دی او لسي جرګه باید یوه هئیت ته په دنده سپارلو دغه برید ښه وڅېړي او له قربانیانو سره مرسته وکړي.

هغې دا برید یو بشري جنایت وباله او زیاته یې کړه: «هر چا چې دا برید تیار او سرته رسولی، د اسلام دښمنان دي او غواړي څو نور خلک جومات ته لاړ نه شي.»

په دغې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب دغه برید د اسلام د دښمنانو کار وباله او ويې ویل چې دا چاودنه د اسلام دین د بدنامولو لپاره ترسره شو ترڅو نو خلک جوماتونو ته لاړ نه شي.

په جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازې ریحانې ازاد دغه خونړی برید غیر اسلامي او غیر انساني وباله او وویل: «د امنیتي ارګانونو مسوولین باید استجواب شي او له دې پېښې په اسانۍ تېر نه شو، ټپیان د درملنې وس نه لري او هر سړی باید د خپل وس په کچه د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.»

د کابل د خلکو استازي خان اغا رضایي دغه برید بوږنوونکی او غیر انساني وباله او د امنیتي چارواکو په استجوابولو یې ټینګار وکړ.

د سمنګانو د خلکو استازي عبدالله محمدي وویل: «امنیتي ارګانونو د خلکو پر وړاندې ځواب ورنه کړ او د مسوولیت احساس نه کوي، باید راوغوښتل شي. »

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وویل: «د حکومت دنده د خلکو د ځان او مال ساتل دي، که حکومت نه شي کولای خپله دنده ترسره کړي، نو له داسې حکومت څخه د موږ ملاتړ د خلکو په حق کې له ظلم او تېري ملاتړ دی.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.