ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سرو زرو بیه لوړه شوې ده

په کابل ښار کې د سرو زرو بیه لوړه شوې ده

author avatar
19 Oct 2019 - 15:50
په کابل ښار کې د سرو زرو بیه لوړه شوې ده
author avatar
19 Oct 2019 - 15:50

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): نن ورځ د تېرې شنبې په پرتله په کابل ښار کې د سرو زرو بیه لوړه شوې ده خو د نورو لومړنیو توکو بیې له بدلون پرته پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د تيمورشاهي سړک یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شنبې په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۲۹۵۰ څخه ۳۰۰۰  افغانیو او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۵۰۰افغانیو ته لوړه شوې ده.

په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې په لوړېدو سره، د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغو بیې لوړې شوې دي.

خو د خوراکي توکو بیو کې بیا کوم بدلون دی راغلی.

د کابل ښار د منډيي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل، نن په عمده ډول ۴۹ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۵۸۰ افغانۍ،  ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۱۹۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومؤۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۶۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني دیارلسم سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی پژواک ته وویل، نن په پرچون ډول ۵۰ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۶۲۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د سون توکو بیو تېرې یوې اوونۍ ته په کتو بدلون نه دی کړی.

همدارنګه د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن شنبې د یو لېتر پترولو بیه ۵۲ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.

د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن شنبې ورځ د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن یو امریکایي ډالر په ۷۸.۳۰ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰  افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۲۰مه د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۷۸.۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ بدلېدې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.