کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): په کابل کې د رسنیو شهیدانو د یادګار څلي له بنسټ اېښودو نږدې دوه کاله تېریږي خو تر اوسه هم د دغه څلي جوړولو کار نه دی پیل شوی خو د کابل ښاروالۍ ویانده وايي چې د یاد څلي کار دوه ماشتې مخکې پیل شوی دی.
د راپور له مخې، د رسنیو شهیدانو د یادګار څلي د بنسټ ډبره د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په وروستیو کې د کابل ښار پل باغ عمومي ساحه کې د پښتني سوداګریز بانک مخې ته د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا کېښودل شوه.
چارواکو ویلي وو چې دغه څلی د یونیم کال په موده کې د حکومت د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
خو د ۱۳۹۷ کال په چنکاښ میاشت کې د خبریالانو له خوا د یاد منار په جوړېدو کې پر ځنډ له اندېښنې ښودلو وروسته د کابل ښاروالۍ اعلان وکړ چې د دغه څلي کار به تر دوو راتلونکو میاشتو پیل شي.
خو نه یوازې چې د یاد څلي جوړولو کار تر دوو میاشتو پیل نه شو، بلکې تر اوسه یې هم کار نه دی پیل شوی.
د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګیس مومند د روانې میاشتې (تلې) په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ښاروالۍ د تخنیکي ستونزو له امله هماغه مهال ونه توانېده د یاد څلي کار پیل کړي، خو دوه میاشتې مخکې د یاد څلي کار په یو بل ځای کې د قیصر شرکت له خوا پیل شوی چې ژر به بشپړ شي.
هغې زیاته کړه: ((یوه بله موضوع چې زموږ د کار ترسره کېدو کې د ځنډ لامل شوه، له ځینو رسنیو سره د یاد څلي د څرنګوالي په مشورې وې، خو اوس ستونزه حل شوه او سیمه ورته ټاکل شوې څو د منار کار پیل شي موږ کوښښ کوو چې دغه منار څو کاله دوام وکړي، خراب نه شي او د یوې تاریخې ماڼۍ په توګه یې ساتنه وشي.))
خو د (قصیر افغان) کمپنۍ انجینر ذبیح الله نن (د تلې ۲۷مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځینو ستونزو له امله د یاد څلي کار نه دی پیل شوی.
هغه زیاته کړه: ((له یادې کمپنۍ سره د دغه څلي جوړولو تړون شپږ میاشتې مخکې شوی خو د ښاروالۍ له خوا تر اوسه د منار ډيزاین نه دی نهايي شوی او سیمه نه ده ټاکل شوې نو څنګه موږ پر دغه منار خپل کار پیل کړو.))
د کابل ښاروالۍ د یادې پروژې رییس پروېز حمید هم نن وویل چې د یاد څلي کار تر اوسه نه دی پیل شوی؛ ځکه په هغې سیمه کې چې یاد څلی باید جوړ شوی وای، له مخکې هلته د سپټیک څاه وه.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې د یاد څلي لپاره د پښتني سوداګریز بانک بلې خوا ته ځای انتخاب شي.
د هغه په وینا، ټاکل شوې قیصر افغان شرکت تر راتلونکو دوو ورځو د یاد څلي جوړولو کار پیل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن