د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​خوست کې د جلغوزو غوټو سپړلو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

​خوست کې د جلغوزو غوټو سپړلو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

Oct 19, 2019 - 15:37

خوست ښار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): په خوست کې جلغوزو غوټو سپړلو پر وخت سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي، نو له دې امله خلک ورته خوښ وي.

هر کال د مني په موسم کې د سوېل ختيځو ولايتونو د ځنګلونو جلغوزي خوست ولايت ته راوړل کېږي ځکه هواي یې نسبتآً توده ده.

دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لور ته، اداري کمپلکس ته څېرمه په يوه تش ډاګ اچول کېږي، څو غوټې يې د لمر په وسيله ښې وچې شي څو جلغوزي په اسانه ترې را و ایستل شي.

په دې سره سلګونه بېوزلو ښځو، سړیو او ماشومانو ته هم دا موکه په لاس ورځي چې د ژمي لپاره د سون توکي برابر کړي.

هغوی د جلغوزو سپړلو په بدل کې تشې شوې غوټې د سون توکو په توګه خپلو کورونو ته وړي.

 ۲۷ کلن يوسف یو له یادو کسانو دی چې دغه ځای ته هر سهار د غوټو سپړلو لپاره ورځي او د مازديګر تر پنځو بجو پورې کار کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورځې له دوو تر درېيو بوجيو پورې د جلغوزو تشې غوټې له ځان سره وړي.

دی زياتوي: ((دا غوټې موږ د سوځولو لپاره سپړو؛ جلغوزي د دوی دي، تشې غوټې زموږ دي، دغو غوټو نه موږ د ژمي د بخارۍ لپاره استفاده کوو.))

۲۱ کلن سميع الله يو بل کس دی چې د ژمي لپاره د سون توکو برابرولو په موخه له تېرو څو ورځو راهيسې دغه ځای کې د جلغوزيو غوټې سپړي.

هغه خپلو خبرو کې هيله مندي وښوده چې له دې لارې به له خپلې کورنۍ سره د ژمنيو سون توکو برابرولو په برخه کې يو څه مرسته وکړي.

هغه وايي: ((موږ ژمي کې د لرګيو اخيستو وس نه لرو، نو د هغو پر ځای له غوټو ګټه اخلو، بخارۍ ته يې اچوو او ورسره تنور کې ترې ګټه اخلو.))

لايق يو بل کس دی چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د مني په موسم کې په دغه ځای کې د جلغوزيو غوټي سپړي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((سږ کال غوټې ښې ډکې دي، د ورځې يو جوال يا يو نيم جوال ډک کړو، دا بيا موږ سوځوو، د ژمي استفاده ترې اخلو.))

حاجي خال الدين د جلغوزيو یو سوداګر دی چې شاوخوا اويا زره غوټي يې د سپېړلو لپاره دغه ځای کې لمر ته اچولې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له ده سره په دغه ځای کې تر دېرشو کسانو پورې په کار مصروف دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

ده زياته کړه: ((سږ کال يې حاصل کم دی او د يوې غوټې قيمت اتيا کلدارو ته رسېږي، د شپې له خوا چې غوټې ساړه ووهي، سهار بيا پړسېدلي وي چې دا يوه ستونزه ده.))

د معلوماتو له مخې، سږ کال تر دې مهاله د جلغوزيو د يوه پاخه من «۵۲ کيلو» بيه شاوخوا ۱۲۵زره افغانيو ته رسېږي، خو ورځ تر بلې دا بیه مخ په پورته کېدو روانه ده.

دا په داسې حال ده چې تازه ولسمشر محمد اشرف په يو حکم کې بهرنيو هېوادونو ته د جلغوزيو پر قاچاق بنديز ولګاوه او امنيتي ارګانونو ته يې سپارښتنه کړې ده چې ياد محصولات د قاچاق په وخت کې ضبط کړي او قاچاق وړونکي دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement