د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​طالبانو په لوګر د سولې ولسي حرکت شپږ غړي خوشې کړل

​طالبانو په لوګر د سولې ولسي حرکت شپږ غړي خوشې کړل

Oct 19, 2019 - 13:30

پل علم (پژواک، ٢٧ تله ٩٨): وسله والو طالبانو په لوګر ولايت د سولې ولسي حرکت شپږ تنه بېولي غړي بېرته ازاد کړل.

د سولې ولسي حرکت يوې سرچينې د تلې په ٢٧مه مخکې له غرمې پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې وسله والو طالبانو نن سهار د مرکز پل علم له مهاجرينو ښارګوټي څخه د سولې ولسي حرکت شپږ غړي له  ځان سره بېولي دي.

هغه زياته کړې وه چې په بېول شوو کې حاجي محمد نېکزاده، زمری ځلاند، عبدالحمید خنجري، عبدالمالک مالکي، حاجي صاحب او مولوي مظلومیار شامل دي.

خو د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د سولې ولسي حرکت بېولي غړي بېرته خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست پژواک ته وويل چې طالبانو له شپږو ساعتونو وروسته د سولي ولسي حرکت شپږ غړي خوشي کړي دي.

هغه زياته کړه: ((دا چې طالبانو ولې داسې کړي وو او د حرکت غړو ته يې څه ویلي که نه، وروسته به يې شریک کړو.))

د سولې ولسي حرکت غړي له تېرو لسو ورځو راهيسې په لوګر ولايت کې دي چې تر اوسه يې له بېلابېلو کسانو سره ليدنې او غونډې ترسره کړې دي.

شاوخوا اته مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو په هلمند کې هم د دغه حرکت څو تنه غړي له ځان سره بېولي وو چې د څو ورځو په تېرېدو سره يې بېرته خوشي کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement