ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې خبرو پیلېدو او اوربند غوښتنه کوي

اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې خبرو پیلېدو او اوربند غوښتنه کوي

author avatar
20 Oct 2019 - 14:57
اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې خبرو پیلېدو او اوربند غوښتنه کوي
author avatar
20 Oct 2019 - 14:57

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): اروپايي ټولنه په افغانستان کې له ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کوي، سوله او ټاکنې د يو بل نفي کوونکې نه بولي او د سولې خبرو پر ژر پيل د ټينګار ترڅنګ وايي چې د سولې په خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبيا (Roland Kobia) په افغانستان کې د دې ټولنې له سفير پيري مايدون (Pierre Mayaudon) سره نن په کابل کې د خبرې ناستې پر مهال وويل چې دغه ټولنه د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې خبرو له پروسې خوښه وه او ملاتړ يې کاوه.

هغه وايي: "موږ له نږدې د خليلزاد هڅې څارلې، پر دې پوهېدو چې څومره سخت ماموريت دی؛ هڅه  دا وه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لار پرانيستل شي، خو دا چې د خبرو دا لړۍ بنده شوه، موږ پرې خبه يو، هڅه مو دا ده چې د خبرو دغه لړۍ بيا پيل شي."

د امريکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاوه خبرې د قطر په دوحه ښار کې وشوې، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا دوه میاشتې مخکې ودرولې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د سولې په خبرو کې اوربند ته جدي اړتيا ده.

د ده په وینا، دا امکان نه لري چې هم د سولې خبرې روانې وي، او هم درنه جګړه.

د هغه د څرګندونو له مخې، د سولې خبرو په اجنډا کې اوربند و، خو اړتيا ده چې دغه ځل د سولې د خبرو پيل په اروبند وشي او اوربند ته تر هر څه لومړيتوب ورکړل شي.

کوبيا په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو پر ساتلو د ټينګار ترڅنګ زياته کړه: "د سولې د خبرو مالکيت بايد له افغانانو سره وي، ولسمشر او دولت بايد د سولې له ټولو هڅو خبر وي؛ هر څومره چې د سولې په خبرو کې افغان دولت او ولسمشر دخيل وي، په هماغه اندازه به د سولې د خبرو پروسه رڼه او غوره وي."

دی زياتوي: "افغانانو پوره قرباني ورکړې، طالبانو هم درانه تلفات لیدلي، خو طالب هم افغان دی؛ موږ بايد ماضي ته ونه ګرځو، مخ پر وړاندې ولاړ شو، طالبان که غواړي چې په راتلونکي سياست کې دخیل شي، بايد اوربند وکړي، داسې يو حکومت بايد رامنځته شي چې نړيواله ټولنه ورسره ښې اړيکې ولري او کار وکړای شي."

 دى وايي :"که داسې حکومت چې ارزښتونو او بنيادي حقونو ته درناوی نه لري او که اسلامي امارت رامنځته شي، دا به د اروپايي ټولنې لپاره سخته وي چې  له داسې يوه حکومت سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.