کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٨): د پاکستان او هند ترمنځ په سرحدي نښته کې د دواړو لورو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د پوځ لi خوا د تلې په ٢٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هندي ځواکونو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د نيلم او نوسهري درې پر سيمو بريدونه کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو بريدونو کې يو سرتېرى او پنـځه ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د پاکستان ادعا کړې ده چې په ځوابي بريدونو کې نهه هندي سرتېري هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
بلخوا هندي رسنيو د پوځ د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې دوى په پاکستاني کشمير کې د ترهګرو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې د پاکستان د پوځ په ځوابي بريدونو کې دوه سرتېري او يو ملکي وګړى وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هند پوځ هم ادعا کړې ده چې په دغو بريدونو کې د ګڼ شمېر ترهګرو ترڅنګ پنځه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هند او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې زياتې شوې دي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن