ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پولیسو په لیکو کې د یوې کورنۍ د نهو وژل شوو غړو اولادونه جدي مرستې ته اړتیا لري

د پولیسو په لیکو کې د یوې کورنۍ د نهو وژل شوو غړو اولادونه جدي مرستې ته اړتیا لري

author avatar
20 Oct 2019 - 15:46
د پولیسو په لیکو کې د یوې کورنۍ د نهو وژل شوو غړو اولادونه جدي مرستې ته اړتیا لري
author avatar
20 Oct 2019 - 15:46

ګردېز (پژواک، ٢٨ تله ٩٨): د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې يوه کورنۍ وايي چې له وسله والو طالبانو سره د جګړې له امله يې د کورنۍ نهه غړي وژل شوي چې له امله يې لسګونه ماشومان يتيمان شوي دي.

ياده کورنۍ اوس مهال د ګردېز د عسکري فاميلۍ سيمه کې اوسېږي او د نهه وژل شوو نارينه وو مېرمنې او اولادونه يې يوه سرپرست ته ور پاتې دي.

د دې کورنۍ سرپرست ګلاب نومېږي چې په خبره يې مزدوري کوي او له دې لارې د دې لويې کورنۍ کونډې او يتيمان ساتي.

ګلاب پژواک ته وويل چې په احمدخېلو ولسوالۍ کې يې په خپله سيمه کې سيمه ييزو پوليس رامنځته کړل او د کورنۍ ټولو غړو يې په کې دنده واخيسته چې له وسله والو طالبانو سره يې سختې نښتې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې د همدې جګړو له امله په تېرو څلورو کلونو کې يې د کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.

ګلاب وايي چې ورځ مزدوري کوي او له دې لارې د ور پاتې نهو کونډو او ګڼو يتيمو ماشومانو ساتنه او پالنه کوي.

ده زياته کړه: ((ما ته د خپلې کورنۍ نهه کونډې راله غاړې دي او د هرې يوې شپږ، اووه او اته ماشومان دي. د دې پالنه او روزنه د ورځ مزدوري او ټيکې او داسې نورو کارونو له لارې په ډېره زياته سختي کوو.))

ګلاب وايي، تر اوسه نه يوازې ورسره هېڅ دولتي او غير دولتي ادارې مرسته نه ده کړې، بلکې د شهيدانو او معلولينو رياست د معلوليت کتابچې لرلو سربېره د يوې کونډې مېرمن د خاوند د دوو کلونو معاش هم نه دی ورکړى.

نوموړی وايي، جګړه تر ټولو لويه بربادي ده چې د زرګونو کورنيو ژوند او هيلې يې رژولې او له وسله والو طالبانو غواړي پر خپلو خلکو او هېواد د زړه سوي پر اساس دې سوله وکړي.

ده وويل: ((پر ښکېلو غاړو مو دا غږ او غوښتنه ده چې دا کونډې او ماشومان دې وګوري چې په هر کور کې ژړا او فريادونه کوي. ټول دې لاس سره يو کړي، په جنګ کې کومه کاميابي نشته، جنګ د بربادي لاره ده، وسله وال طالبان او ټول بايد سولې او امنيت ته غاړه کېږدي.))

د خالدې په نوم يوه کونډه مېرمن وايي، خاوند يې په جګړه کې وژل شوی او پنځه اولادونه ورته پاتې دي چې د زياتو ستونزو او کړاوونو له امله دا هم په عصبي رنځ اخته شوې ده.

نوموړې وويل چې د کاغذونو او تشو بوتلونو راټولولو او پلور له لارې يې د کورنۍ له يوازېني سرپرست سره د ماشومانو په ساتنه کې مرسته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.