ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټیفا د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر ځنډ اندېښنه وښوده

ټیفا د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر ځنډ اندېښنه وښوده

author avatar
20 Oct 2019 - 19:41
ټیفا د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر ځنډ اندېښنه وښوده
author avatar
20 Oct 2019 - 19:41

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان ځنډول، د ټاکنو کمېسیونونو کمزورى مدیریت او سیاسي فشارونه بولي او له دغو کمېسیونونو غواړي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډولو په اړه د مستندو دلایلو پر بنسټ ځوابونه ورکړي.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶ اعلانېدې.

خو تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې سرور ته د بایومټریک له ماشینونو څخه د معلوماتو د لېږلو د پروسې د ځنډ له امله یې د ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان وځنډاوه.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ (ټیفا) له خوا په هغې خبرپاڼه کې چې نن د تلې په ۲۸مه د دغه بنسټ له خوا خپره شوې او یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، د روانو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډ له امله دغه بنسټ اندېښنه ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټیفا د ملي څارونکي بنسټ په توګه داسې معلومات ترلاسه کړي چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو ځنډ، په دغه پروسه کې سیاسي فشارونه او د ټاکنو کمېسیونونو کمزورى مدیریت دی.

سرچینې زیاته کړې: "د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اندېښنه لري چې دا وضعیت د ټاکنو وروستۍ پایلې له ستونزې سره مخامخ کوي، د پروسې د روڼوالي په اړه شکونه به ډېر کړي."

همدانګه دا کار کولای شي پر ټاکلي وخت د بهیرونو د ځنډ له امله ټاکنیزو ټکټونو ته د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د نه منلو زمینه برابره کړي، د ټاکنو د بهیر په اړه به د خلکو بې باوري زیاته کړي او په اتومات ډول به د ټاکنو په مهالوېش کې نور له وړاندې درج شوي پړاوونه هم له ځنډ سره مخامخ کړي.

سرچینه وایي: "د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) له ټاکنيزو کمېسیونونو غواړي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډ مستند لاملونه وړاندې کړي او خپل پرګرامونه د مخکیني مهالوېش له مخې پر مخ یوسي او د ولسمشریزو ټاکنو په اړه دې د دې بهیر په اړه شک کولو ته زمینه نه برابروي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټیفا د ولسمشریزو ټاکنو له بهیره د نظارت لپاره ۵۲۰۰ ملي، بې طرفه او مسلکي ناظرین په دندو ګومارلي وو، چې هره ورځ یې د ټاکنو کمېسیونونو له کارونو خپلې مسلکي لیدنې کولې.

سرچینې زیاته کړې: "د ټیفا لاسته راوړنې ښیي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د نهه ميلیونه رایې ورکوونکو لپاره په ټاکنو کې د ګډون لپاره تیاری نیولی و؛ خو په ټاکنو کې د ګډون کچه د هغه دلایلو پر بنسټ چې د ټیفا په مخکینیو تخنیکي او مسلکي اعلامیو کې ښکاره شوي وو، له دوه ميلیونه کمو کسانو ته رسېده."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.