د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې خبرو پیلېدو او اوربند غوښتنه کوي

اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې خبرو پیلېدو او اوربند غوښتنه کوي

Oct 20, 2019 - 14:57

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): اروپايي ټولنه په افغانستان کې له ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کوي، سوله او ټاکنې د يو بل نفي کوونکې نه بولي او د سولې خبرو پر ژر پيل د ټينګار ترڅنګ وايي چې د سولې په خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبيا (Roland Kobia) په افغانستان کې د دې ټولنې له سفير پيري مايدون (Pierre Mayaudon) سره نن په کابل کې د خبرې ناستې پر مهال وويل چې دغه ټولنه د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې خبرو له پروسې خوښه وه او ملاتړ يې کاوه.

هغه وايي: "موږ له نږدې د خليلزاد هڅې څارلې، پر دې پوهېدو چې څومره سخت ماموريت دی؛ هڅه  دا وه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لار پرانيستل شي، خو دا چې د خبرو دا لړۍ بنده شوه، موږ پرې خبه يو، هڅه مو دا ده چې د خبرو دغه لړۍ بيا پيل شي."

د امريکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاوه خبرې د قطر په دوحه ښار کې وشوې، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا دوه میاشتې مخکې ودرولې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د سولې په خبرو کې اوربند ته جدي اړتيا ده.

د ده په وینا، دا امکان نه لري چې هم د سولې خبرې روانې وي، او هم درنه جګړه.

د هغه د څرګندونو له مخې، د سولې خبرو په اجنډا کې اوربند و، خو اړتيا ده چې دغه ځل د سولې د خبرو پيل په اروبند وشي او اوربند ته تر هر څه لومړيتوب ورکړل شي.

کوبيا په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو پر ساتلو د ټينګار ترڅنګ زياته کړه: "د سولې د خبرو مالکيت بايد له افغانانو سره وي، ولسمشر او دولت بايد د سولې له ټولو هڅو خبر وي؛ هر څومره چې د سولې په خبرو کې افغان دولت او ولسمشر دخيل وي، په هماغه اندازه به د سولې د خبرو پروسه رڼه او غوره وي."

دی زياتوي: "افغانانو پوره قرباني ورکړې، طالبانو هم درانه تلفات لیدلي، خو طالب هم افغان دی؛ موږ بايد ماضي ته ونه ګرځو، مخ پر وړاندې ولاړ شو، طالبان که غواړي چې په راتلونکي سياست کې دخیل شي، بايد اوربند وکړي، داسې يو حکومت بايد رامنځته شي چې نړيواله ټولنه ورسره ښې اړيکې ولري او کار وکړای شي."

 دى وايي :"که داسې حکومت چې ارزښتونو او بنيادي حقونو ته درناوی نه لري او که اسلامي امارت رامنځته شي، دا به د اروپايي ټولنې لپاره سخته وي چې  له داسې يوه حکومت سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دغه ځانګړی استازی وايي، که په افغانستان کې سوله هم کېږي، دوی له افغانستان سره په ټولو برخو کې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي.

د کوبيا په وينا، سوله او د ولسمشرۍ ټاکنې هغه څه نه دي چې يو او بل نفې کړي.

د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د تلې په شپږمه ټاکنې ترسره شوې؛ خلکو په دغو ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رايې ورکړې.

هغه زياته کړه: "اروپايي ټولنه د ولسمشريزو ټاکنو له ترسره کېدو ملاتړ کوي؛ ځکه دغه ټاکنې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې ترسره شوې او خلکو د خپل ځان په بيه په ټاکنو کې ګډون وکړ؛ موږ د افغانانو دغه اتلولي ستايو."

دی زياتوي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون هڅه کوي چې د ټاکنو رڼې پايلې اعلان کړي، نو اروپايي ټولنه د ټاکنو له ټولو ذيدخله خواوو غواړي چې د ټاکنو پايلې ومني او کوم ستونزه رامنځته نه کړي، هغه که په لومړي پړاو کې د ټاکنو د پايلو اعلان وي او که د دويم پړاو ټاکنو ترسره کېدل.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير پيري مايدون (Pierre Mayaudon) د ټاکنو پایلو د اعلان د ځنډ په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زموږ لپاره د حیرانتیا خبره وه، خو دا چې رڼې او بايومټريک شوې رايې له ناپاکه رايو جلا شي، وخت ته اړتيا لري خو هغه بايد ورځې وي نه اوونۍ."

دی زياتوي: "که چېرې د ټاکنو لومړنۍ پايلې تر نامحدوه وخته وځنډېږي، طبعاً داسې شکونه رامنځته کېږي چې ګويا څه ناسمه لوبه روانه ده."

د ده په وينا، قانون بايد پلي شي، او داسې کړنې ترسره نه شي چې د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement