د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر خلک: حکومت او طالبان دې مخامخ خبرو ته کېني

د لوګر خلک: حکومت او طالبان دې مخامخ خبرو ته کېني

Oct 20, 2019 - 16:23

پل علم (پژواک، ٢٨ تله ٩٨): د لوګر ګڼ شمېر اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د سولې راتلو په موخه مخامخ خبرې پيل کړې دي.

دغه غونډه چې د تلې په ٢٨مه د لوګر په مرکز پل علم کې جوړه شوې وه، د دولتي مسوولينو ترڅنګ قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او عامو خلکو هم په کې برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې قومي مشر سيد عبادالله وويل چې سوله اوږدو خبر ته نه، بلکې رښتنې ارادې او همدردۍ ته اړتيا لري.

دى وايې: ((زه ډېر خوشحاله يم چې طالبان هم سوله غواړي، خو طالبان بايد امتياز طلبي ونه کړي او د خلکو لپاره بايد سوله وکړي.))

دغه راز د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد هاشم وويل چې په تېرو څو لسيزو جګړو کې افغانانو يواځې تباهي او وژنې ليدلي دي.

دى وايي: ((موږ نور د دغه حالت تحمل نه شو کولاى، موږ تر بل هر چا سولې ته ډېره اړتيا لرو.))

په ورته وخت کې د غونډې يوه بل ګډونوال عبدالرحمن ستانکزي وويل چې د نورو هېوادونو پر ځاى بايد حکومت او طالبان په خپلو کې سره خبرې پيل کړي، څو يوې پايلې ته ورسېږي.

د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.

د غونډې په پاى کې د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې حکومت تر جګړې، سولې ته لومړيتوب ورکوي.

هغه وويل: ((هر څوک چې سوله کوي، د حکومت غېږه ورته خلاصه ده، زه پر طالبانو غږ کوم چې له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.))

د يادونې ده، له دې مخکې هم په يو شمېر نورو ولايتونو کې ورته غونډې شوې او له حکومت او طالبانو يې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement