د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پولیسو په لیکو کې د یوې کورنۍ د نهو وژل شوو غړو اولادونه جدي مرستې ته اړتیا لري

د پولیسو په لیکو کې د یوې کورنۍ د نهو وژل شوو غړو اولادونه جدي مرستې ته اړتیا لري

Oct 20, 2019 - 15:46

ګردېز (پژواک، ٢٨ تله ٩٨): د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې يوه کورنۍ وايي چې له وسله والو طالبانو سره د جګړې له امله يې د کورنۍ نهه غړي وژل شوي چې له امله يې لسګونه ماشومان يتيمان شوي دي.

ياده کورنۍ اوس مهال د ګردېز د عسکري فاميلۍ سيمه کې اوسېږي او د نهه وژل شوو نارينه وو مېرمنې او اولادونه يې يوه سرپرست ته ور پاتې دي.

د دې کورنۍ سرپرست ګلاب نومېږي چې په خبره يې مزدوري کوي او له دې لارې د دې لويې کورنۍ کونډې او يتيمان ساتي.

ګلاب پژواک ته وويل چې په احمدخېلو ولسوالۍ کې يې په خپله سيمه کې سيمه ييزو پوليس رامنځته کړل او د کورنۍ ټولو غړو يې په کې دنده واخيسته چې له وسله والو طالبانو سره يې سختې نښتې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې د همدې جګړو له امله په تېرو څلورو کلونو کې يې د کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.

ګلاب وايي چې ورځ مزدوري کوي او له دې لارې د ور پاتې نهو کونډو او ګڼو يتيمو ماشومانو ساتنه او پالنه کوي.

ده زياته کړه: ((ما ته د خپلې کورنۍ نهه کونډې راله غاړې دي او د هرې يوې شپږ، اووه او اته ماشومان دي. د دې پالنه او روزنه د ورځ مزدوري او ټيکې او داسې نورو کارونو له لارې په ډېره زياته سختي کوو.))

ګلاب وايي، تر اوسه نه يوازې ورسره هېڅ دولتي او غير دولتي ادارې مرسته نه ده کړې، بلکې د شهيدانو او معلولينو رياست د معلوليت کتابچې لرلو سربېره د يوې کونډې مېرمن د خاوند د دوو کلونو معاش هم نه دی ورکړى.

نوموړی وايي، جګړه تر ټولو لويه بربادي ده چې د زرګونو کورنيو ژوند او هيلې يې رژولې او له وسله والو طالبانو غواړي پر خپلو خلکو او هېواد د زړه سوي پر اساس دې سوله وکړي.

ده وويل: ((پر ښکېلو غاړو مو دا غږ او غوښتنه ده چې دا کونډې او ماشومان دې وګوري چې په هر کور کې ژړا او فريادونه کوي. ټول دې لاس سره يو کړي، په جنګ کې کومه کاميابي نشته، جنګ د بربادي لاره ده، وسله وال طالبان او ټول بايد سولې او امنيت ته غاړه کېږدي.))

د خالدې په نوم يوه کونډه مېرمن وايي، خاوند يې په جګړه کې وژل شوی او پنځه اولادونه ورته پاتې دي چې د زياتو ستونزو او کړاوونو له امله دا هم په عصبي رنځ اخته شوې ده.

نوموړې وويل چې د کاغذونو او تشو بوتلونو راټولولو او پلور له لارې يې د کورنۍ له يوازېني سرپرست سره د ماشومانو په ساتنه کې مرسته کوي.

دې پژواک ته وويل: ((مېړه مې شهيد شو، د ډېرو سوچونو او ستونزو له امله عصبي تکليف راته پيدا شوی دی، ګلاب زما د خاوند د تره زوی دی، له هغه سره اوسېږو.))

يوه بله کونډه مېرمن وايي، د ژوند د کړاوونو او په سيمه کې د وسله والو طالبانو د زور، زياتي له امله ګردېز ته کوچېدلي او دلته هم په خورا ستونزو شپې ورځې تېروي.

دې زياته کړه: ((د خسر مې يوازې يو زوی يانې زما مېړه و چې هغه شهيد شو، د خسر مې هم زړه پسې وچاودېد، اووه مې جينکۍ دي، زوی نه لرم، د خواښې مې پښې او لاسونه شل دي، په خوله ګونګه ده، لس  مياشتې کېږي، هغه هم په کټ راته پرته ده، دا مې د خاوند د تره زامن دي، دوی سره يو، دوی خپلې خېلخانې هم ساتي او موږ هم.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې له يادې کورنۍ په ځانګړي ډول نه دي خبر، خو د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې ټپي او وژل شوو سرتېرو ته ټاکل شوي امتيازات پر وخت ورکول کېږي.

حسرت وايي: ((د امنيتي ځواکونو په ليکو کې چې کوم کسان قرباني شوي، د دولت له خوا ورته ټاکل شوې مرسته په خپل وخت ورکول کېږي، خو که دا کورنۍ په داسې حالت و اوسي، نو دوی ځانګړې پاملرنې او کفالت ته اړتيا لري او ولايتي اداره به له خپلو امکاناتو په استفادې له دوی مرستې ونه سپموي.))

دغه راز د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست د شهيدانو، معلولينو برخې امر غفور پژواک ته وويل چې د بودجې کموالي له امله د دوی اړوند ګڼ معلولين او د شهيدانو د کورنيو وارثين له خپلو کلنيو مالي امتيازاتو ترلاسه کولو پاتې شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې قرباني شوي ټول کسان د دولت له خوا د ملاتړ مستحق دي او دوی تر خپله وسه هڅه کوي چې هغوی ته خپل حقونه ورسوي.

د يادونې ده، د روانې جګړې له امله په پکتيا او نورو ولايتونو کې سلګونه داسې کورنۍ شته چې د کورنۍ د نارينه او سرپرستانو د وژل کېدو له امله خير غوښتلو ته اړ شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement