ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې ولور د پام وړ ټيټ شوى

په اروزګان کې ولور د پام وړ ټيټ شوى

author avatar
20 Oct 2019 - 17:16
په اروزګان کې ولور د پام وړ ټيټ شوى
author avatar
20 Oct 2019 - 17:16

ترينکوټ (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): مسوولین وايي چې په اروزګان ولايت کې له تېر يوه کال راهيسې د نجونو په بدل کې د ولور په نوم د پيسو اخيستلو کچه را ټيټه شوې ده.

پخوا په دغه ولايت کې په منځنۍ توګه له يوميليون څخه تر پنځه ميليونه کلدارو پورې ولور اخيستل کېده، چې دغه کچه اوس د پام وړ ټيټه شوې ده.

د اروزګان د ولايت په مقام کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي په مياشتنۍ غونډه کې برخه والو وویل، له تېر يوه کال راهيسې په دغه ولایت کې د ښځو ولور د پام وړ ټیټ شوی، چې په دې برخه کې د ديني عالمانو، رسنيو او څو نورو بنسټونو له خوا د عامه پوهاوي پروګرامونه ګټور تمام شوي دي.

د اروزګان د حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله ابدالي وويل، د ولور کچې ټيټېدو سره د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

هغه زياته کړه، تر دې مخکې د ولور کچه به له يو ميليونه څخه نيولې تر پنځو ميليونو کلدارو پورې وه، خو اوس له اته سوه زرو څخه تر دوه ميليونه  کلدارو ته را ټيټه شوې ده.

ابدالي وويل، دوه ميليونه د هغو نجونو ولورونه دي چې د دويم واده لپاره کوم کس ته په نکاح کېږي.

نوموړى د لوړ ولور او ناوړه رواجونو د له منځه وړلو په برخه کې د ديني عالمانو د ممبر اواز خورا مهم بولي.

د اروزګان د ښځو چارو سرپرسته فاطمه موسوي هم خوشحاله ده چې له تېر يوه کال راهیسې اروزګان کې د نجونو په بدل کې د ولور اخیستل د پام وړ کم شوى دى.

نوموړې يادې غونډې ته وويل، د ولور کموالي له امله دغه ولایت کې له کوره د نجونو د تېښتې شمېر هم کم شوی دى.

مېرمن موسوي غوښتنه کوي چې د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره دې نور ګامونه هم واخيستل شي.

هغې زياته کړه، لا هم دغلته کورنى تاوریخوالی هغه ستونزه ده چې اروزګانۍ مېرمنې ورسره مخامخ دي او د دوی ادارې ته مراجعه کوي.

موسوي له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د ښځو دوسيو ته دې لومړيتوب ورکړي او پر وخت دې وڅېړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.