ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې جنايي جرمونه څلور برابره کم شوي

په سرپل کې جنايي جرمونه څلور برابره کم شوي

author avatar
20 Oct 2019 - 14:12
په سرپل کې جنايي جرمونه څلور برابره کم شوي
author avatar
20 Oct 2019 - 14:12

 

سرپل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په سرپل ولایت کې ۳۵ جنايي جرمونه ثبت شوي او دغه شمېر د تېر کال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله څلور برابره کم دی.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي امر نوراغا فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په یاد ولایت کې د جنايي جرمونو ۱۴۱ پېښې ثبت شوې وې.

د ده په خبره، په یادو پېښو کې ۳۹ د قتل، ۳۷ د ټپي کولو، ۱۰ د زنا، شپږ د لواطت، یو له کوره د تېښتې، یوه د ترافیکي وژنې، دوې په ترافیکي پېښو کې د ټپي کولو او ۴۵ نورې پېښې واقع شوې دي.

هغه وویل، د یادو قضیو په تور ۲۷۲ کسان نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د یادو قضیو په تور ۱۳ سړي او یوه ښځه د وژنې، ۵۴ سړي او دوې ښځې د ټپي کېدو، نهه سړي او نهه ښځې د زنا په تور، څلور سړي او یو هلک د لواطت، یو سړی له کوره د نجلۍ تښتولو، یو سړی په ترافیکي پېښه کې د وژنې، دوه نارینه په ترافیکي پېښه کې د ټپي کېدو او ۵۸ موارد د نورو پېښو په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

فیضي په ډاګه کړه چې د روان کال په شپږو میاشتو کې ۳۵ جنايي پېښې ثبت شوې دي.

د ده په خبره، اته د وژنې، ۲۰ د ټپي کېدو، یوه د زنا او شپږ نورې پېښې ثبت شوې دي.

هغه وویل، د یادو جرمونو په تور ټول ۴۷ کسان نیول شوي دي.

نوموړي په ډاګه کړه چې شپږ نارینه د قتل، ۲۷ نارینه د ټپي کولو، یوه ښځه او سړی د زنا، څلور نارینه د خیالي دندو، پنځه نارینه، یوه ښځه او یو هلک د نورو جنايي پېښو په تور تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي او درې نورې جنايي پېښې هم تر کشف لاندې دي.

د ده په خبره، د پولیسو هڅې او د خلکو همکاري د دې لامل شوی چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله جنايي پېښې کمې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.