د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې لاریون کوونکو د ننګرهار د هسکې مېنې برید وغانده

کندهار کې لاریون کوونکو د ننګرهار د هسکې مېنې برید وغانده

Oct 20, 2019 - 16:09

کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د کندهار ښار اوسېدونکو د یوه احتجاجي لاریون له لارې د ننګرهار د هسکې مېنې په یوه جومات کې شوی برید پر سختو ټکو وغانده او له قربانیانو سره یې خواخوږي وښوده.

د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال په يوه جومات کې چاودنه وشوه چې تر ۷۰ ‌‌‌‌‌‌ډېر کسان یې ووژل او تر ۳۰ ډېر یې ټپيان کړل.

لاریون کوونکو چې مدني فعالان، مخور او ځوانان په کې شامل وو، پر لمونځ کوونکو برید د اسلام پر دین برید وګاڼه.

د کندهار مدني فعال حکمت الله صلحي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار اوسېدونکي له ننګرهاریانو سره په دې درانه غم کې ځانونه شریک ګڼي.

هغه زیاته کړه، پر جومات برید پر اسلام برید دی او مرتکبین یې د سختې سزا او قانوني چلند وړ دي.

د لاریون یوې برخه والې ډاکتر عزیزې وطنوال هم دغه برید د اسلام، انسانیت او بشریت د دښمنانو کار او لوی وحشت وګاڼه.

هغې زیاته کړه، په دې وروستیو کې د خاورې او هېواد دښمنان خپل ترهګریز بریدونو په یوه بېله بڼه تر سره کوي چې د ډېرې اندېښنې وړ دي.

د دې په خبره، په جوماتونو، ښادیو، جنازو او نورو ورته ځایونو او مراسمو بریدونو په هیڅ دین او مذهب کې نه شي توجیه کېدای.

د لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر شو چې د ننګرهار په هسکه مېنه کې د شوي وحشت د غندلو تر څنګ په کې د دغه پېښې له مرتکبینو سره د سخت چلند غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو: ((د جنګ پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې افغانان نور له جنګ څخه ستړي دي، نه غواړي نور ووژل شي، غوښتنه کوو چې د افغانیت او اسلامیت دښمنانو ته موقع ورنه کړي له موقع په استفاده دغسې وحشتناکه پېښې تکرار کړي، په خپلو کې سولې او یووالي ته غاړه کښېږدي او افغانان نور ددې اوږده او ستړي جنګ څخه خلاص کړي.))

د ننګرهار د هسکې مېنې پېښه په نړیواله کچه غندل شوې ده.

نن د تلې په ۲۸مه ولسمشر محمد اشرف غني هم د تېرې جمعې ورځې د مرګونې چاودنې له قربانيانو سره د غمرازۍ په موخه د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته سفر وکړاو د پېښې د قربانيانو د غچ اخیستو ګواښ یې وکړ.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement