د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"کوچیان د هېواد لپاره ستر اقتصادي فرصت دی"

"کوچیان د هېواد لپاره ستر اقتصادي فرصت دی"

Oct 20, 2019 - 16:46

کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): چارواکي وايي، کوچیان د هېواد لپاره ستر اقتصادي فرصت دی او د هغوی په ژوند کې د بدلون لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان عملي کوي.

دغه څرګندونې د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس حبیب الرحمن او د کندهار والي حیات الله حیات په کندهار کې د سوېلي زون د کوچیانو د سرخېلانو، متنفذینو او علماوو د انسجام په غونډه کې وکړې چې سلګونو کوچیانو په کې ګډون کړی و.

د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس حبیب الرحمن وویل، کوچیان د هېواد ویاړلی قشر دی چې د تاریخ په اوږدو کې يې د هېواد بې معاشه عسکري کړې او له ملي ګټو او ارزښتونو یې ساتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، مرکزي اداره د کوچیانو د ژوند د بدلون او سمون په موخه ۵ کلن ستراتيژیک پلان عملي کوي چې په دې برخه کې په خپله د کوچیانو رول ډېر مهم دی.

د ده په خبره، کوچي مشران باید راپورته شي، د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او د هغو پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي چې د کوچیانو لپاره پلي کېږي.

ده وویل، په دې توګه به د کوچیانو په ژوند کې نوي بابونه پرانیستل شي.

نوموړي له کوچي مشرانو وغوښتل چې کوچیان وهڅوي څو په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.

ده یادونه وکړه چې د کوچیانو د مالدارۍ د پالنې او حمایت په موخه به د صحي او غوره روغتیايي خوړو د چمتو کولو لپاره کار وکړي څو له دې لارې د هېواد اقتصادي بنسټونه تقویه شي.

د کندهار والي وویل، کوچیان د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا بنسټ و، حکومت یو ځل بیا بنسټیز کار کوي څو کوچیان خپل پخوانی برم بیا تر لاسه کړي.

هغه ژمنه وکړه چې په کندهار کې د کوچیانو د ژوند د ښه والي لپاره د مېشت ځایونو او څړ ځایونو د تثبیت په موخه بنسټیر کار کوي.

ده څرګنده کړه چې په دې برخه کې کار جریان لري او بنسټیز ګامونه به اخیستل کېږي.

د یادونې ده، په کندهار کې دا مهال ۶۴زره کوچیان اوسېږي چې ۳۳ زره یې د څارویو د له منځه تلو له امله ځايي شوي او پاتې ۳۱ زره یې په عبوري توګه ژوند کوي.

روغتیايي خدماتو او زده کړو ته د نه لاسرسي ترڅنګ د اوبو او سرپناه نشتوالی د کوچیانو بنسټیزې ستونزې دي.

کندهار مېشتي کوچي حاجي ملک کاکا د نورو کوچیانو په استازولۍ پژواک ته وویل، ډېری کوچیان د ژوند له اسانتياوو بې برخې دي او حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: ((لومړنۍ ستونزه مو دا ده چې ماشومان مو له څارویو سره لویان کېږي او له زده کړې بې برخې دي، بل دا چې په سیمو کې مو روغتیايي اسانتیاوې نشته کله چې څوک ناروغ شي نو کورني درمل ورکوو، په کار ده په دې برخو کې له موږ سره مرسته وشي.))

دی وايي، کوچيان هم د هېواد د نورو اوسېدونکو په څېر پر حکومت حق لري چې د ژوند اسانتياوې ورته برابرې شي.

د ده په خبره، هغوی د موسمونو د بدلون پر مهال د خپلو اړتياوو له مخې مجبور دي چې له يوې سيمې بلې ته کډه وکړي، خو ستونزه دا ده چې د دوى لپاره ښوونځي او روغتيايي مرکزونه نشته.

د حاجي عزیز په نوم یوه بل کوچي پژوک اژانس ته وویل، د کوچیانو زرګونو کورنیو د وچکالیو، د څړځایونو د نشتوالي، نا امنیو او نورو ستونزو له امله خپلې مالدارۍ له لاسه ورکړي او مجبور شوي چې ښاري ژوند ته مخه کړي.

خو دی وايي، په دې برخه کې له راز راز ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره، پر کومو ځمکو چې دوی اوسېږي د ځايي خلکو له خوا ستونزې ورته جوړېږي.

ده دغه راز بله ستونزه د اوبو د نشتوالي یاده کړه او ویې ویل، کوچیان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، کوچۍ مېرمنې او ماشومان مجبور دي د اوبو د راوړلو لپاره تر لیرې مزل وکړي.

د الله داد په نوم یوه بل کوچي هم د ورته ستونزو یادونه وکړه خو ویې ویل، تر ټولو جدي ستونزه د پوهنې او روغتیا په برخو کې د خدماتو د نشتوالي ده.

ده پژواک ته وویل: ((ماشومان مو له زده کړو بې برخې دي ځکه ښوونځي نه دي ورته جوړ شوي، دغه راز کوچیانو ته روغتیايي مرکزونه هم نه دي جوړ شوي چې له همدې امله ډېر مهال يې عادي ناروغۍ هم له ناروغانو ژوند اخلي.))

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ګرځنده ښوونځي او روغتیايي مرکزونه دې ورته جوړ شي او د اوبو او سرپنا غم دې یې وخوړل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement