ایبک (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د سمنګان پولیس د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۷ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو او له سیمې د پاکېدو خبر ورکوي؛ خو سیمه ییزې سرچینې بیا وایي چې مخالفین دویم ځل سیمې ته دننه شوي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل محمد حسین طاهری ادعا کوي چي د حکومتي ځواکونو د تېرې ورځې په عملیاتو کې د سمنګان ولایت په مرکز رباتک کلي کې شپږ طالبان وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
د ده په خبره، د طالبانو ۱۱ موټرسایکلونه هم د حکومتي ځواکونو لاسته ورغلي او په دغو عملیاتو کې د رباتک، افغانیه، بېخ تنګی او د سمنګان د مرکز د عبربو اییک کلي د دولت د وسله والو مخالفینو له شتونه پاک شوي.
خو د رباتک کلي یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو تېره ورځ مازدیګر افغان ځواکونو سیمه پرېښوده او طالبان دویم ځل سیمې ته دننه شول.
د هغه په خبره، طالبانو سیمې ته له بېرته راتګ سره د سیمې یو شمېر اوسېدونکي او سپین ږیري راټول کړي او وهلي ډبولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې وروسته له هغه د سیمې ځیني اوسېدونکي له ساحې تللي وو او یوازې ښځې او ماشومان په کورونو کې پاتې وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن