ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټالي مرکز دروازې د قلف ماتولو ادعا باید وڅېړل شي»

«د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټالي مرکز دروازې د قلف ماتولو ادعا باید وڅېړل شي»

author avatar
21 Oct 2019 - 19:25
«د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټالي مرکز دروازې د قلف ماتولو ادعا باید وڅېړل شي»
author avatar
21 Oct 2019 - 19:25

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٨): د ټاکنو کمېسیون د امنیتي او دغه کمېسیون د اداري سرتېرو په همکارۍ د دولت ساز ټيم د کسانو له خوا د یاد کمېسیون د ډیجیټالي مرکز د دروازې د قلف د ماتولو ادعا ګنګوسه او د کمېسیون پر وړاندې یوه دسیسه بللې، خو د ثبات او همپالنې ټيم د یادې موضوع د څېړلو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت او ټاکنو کمېسیون د درېيو مهمو چارواکو د دندو د ځنډېدو غوښتنه کوي.

د یوه راپور په حواله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د تلې په اتمه د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د جدول د څېړلو لپاره ډیجيټالي مرکز پرانیست. د کمېسیون مسوولینو هغه ورځ ویلي وو چې په بایومتریک وسایلو کې د ثبت شوو محلونو د جدول انځورونه دغه مرکز ته استول کېږي.

د ثبات او همپالنې ټيم د ټاکنیز کمپاین رییس علي احمد عثماني نن ماسپښين په کابل کې خبری ناستې ته وویل: ((تېر ماښام څارونکو ته ویل شوي چې کورونو ته لاړ شي او نن شپه کار نشته، د څارونکو له تګ وروسته د کمېسیون امنیتي مشاور او د دارالانشاء رییس د ځانګړې قطعې له پولیسو سره یو ځای د ډیجیټالي مرکز دروازې ته راغلي او لارښوونه کوي چې د دروازې قلف مات شي، کله چې موږ خبر شو، محل ته لاړو، ومو لیدل چې د دروازې قلف مات شوی دی. د دوی دغه کړنه پر شفافیت، د خلکو پر رایو او ديموکراسۍ د نه منلو وړ برید دی.))

هغه وویل: ((موږ نن سهار د ټاکنو کمېسیون له مشرتابه سره په دې اړه دوه ساعته ناسته درلوده، خو د یاد کمېسیون کمېشنران له دې موضوع ناخبر وو او ویې ویل، موضوع مهمه ده او موږ دې پایلې ته ورسېدو چې باید په اړه یې څېړنه وشي.))

نوموړي زیاته کړه، ښايي دغه عمل د دولت ساز ټيم له خوا رهبري او ترسره شوى وي. 

هغه وویل، د خلکو رایو ته د لاسرسي او د ډیجیټلي مرکز د قلف ماتولو له امله د کمېسیون د دارالانشاء د رییس، د کمېسیون د امنیتي سلاکار، د کورنیو چارو وزارت د ارشد مرستیال او ارګ د امر ورکوونکو دندې وځنډول شي، څو عدلي او قضايي مراجع وکولای شي په دې اړه لازمه څېړنه وکړي.

دغه راز سرچینې روښانه کړه چې د ټاکنو بهیر هم باید په دې اړه د څېړنو تر بشپړېدو ودرول شي.

یاده موضوع له تېرې شپې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي:

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم یو شمېر مهمو غړو یاده موضوع چې ګواکي د دولت ساز يم څارونکو د امنیتي سرتېرو او ټاکنو کمېسیون د یوه کارکوونکي په همکارۍ د ډیجیټالي مرکز د دروازې قلف مات کړی او هغه ته داخل شوي، په خپلو فسبوک او ټوېټر پاڼو خپره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.