کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافي څېړنيز موزيم د آثارو درې ورځنى نندارتون چې پر تاریخي لرګین، وړین او چرمي توکو سربېره پخواني جنګي وسایل د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه په کې راټول شوي دي، پرانيستل شو.
د علومو اکاډمي د کوشاني تحقيقاتو د بين المللي مرکز د اتنوګرافۍ څېړنيز موزيم مسوولې څېړنپوه طوبا ابوي صادق، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه موزیم د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په فرمان منظور شوى دی چې د افغانستان د کلتور ښه پېژندونکی او د تاریخي آبدو بنسټ هم یادېږي.
هغې زياته کړه، د دې موزيم آثار د درې ورځو لپاره نندارې ته ايښودل شوي چې ټول مينه وال او په ځانګړي ډول د علمي- تحصيلي موسسو استادان او محصلين ترې ليدنه کولى شي.
د نندارتون په پرانيست غونډه کې د علومو اکاډمي د رييس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په پيغام کې چې د اکاډمي د بشري علومو د مرستيال څېړنپوه نصرالله ناصر له خوا ولوستل شو، راغلي و چې موزیمونه د فرهنګونو په ساتنه، پایښت او د بشري ټولنو د ارزښتونو په مشخصولو کې پوره نقش لري.
هغه زیاته کړه، تمه ده دغه موزيم او په ځانګړې توګه ياد شوى نندارتون د افغانستان د تاریخ او فرهنګ په برخه کې د څېړونکو او د افغانستان خلکو لپاره د ګټې وړ وګرځي.
نوموړي د اتنوګرافۍ د دغه څېړنیز موزیم نندارتون يو نوښت وباله.
د اتنوګرافۍ موزيم مسوولې طوبا صادق په موزیم کې د ټولو اثارو ارزونه، د اثارو د تشریح میکانیزم، د اثارو تفکیک او د بروشرونو او مهالنۍ چاپول په خپلو لومړیتوبونو کې یاد کړل.
هغې وويل، د دغه موزیم لپاره دوه زره اثاره پېرل شوي او نور هم د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او سيمو څخه را ټولیږي.
د دې په خبره، موزیم یو ځانګړی ټکټ لري او هر څوک ترې ليدنه کولى شي او هم ترې ګټه اخیستلی شي، دغه راز د څېړونکو لپاره موزیم بیا خاصه تګلاره لري چې له مخې یې بشپړه مرسته ورسره کېږي.
په دې غونډه کې لرغونپوه پوهاند رازقي نړۍوال د افغانستانو له څو تاریخي حماسو یادونه وکړه او د اتنوګرافي موزیم په اړه یې وویل: ((دا کار ځکه مهم و چې د افغانستان ټول تاریخ او فرهنګ د اتنوګرافي یوه برخه ده.))
دغه موزیم د کابل ښار د شهرنو د علومو اکاډمي په مرکزي ودانۍ کې په شاه بوبو قصر کې جوړ شوی چې ودانۍ یې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او وروسته له بیارغونې د علومو اکاډمي له خوا د اتنوګرافي موزیم لپاره ځانګړی شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن