ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر په کندوز کې د تاجکستان کونسلګرۍ د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوي

سوداګر په کندوز کې د تاجکستان کونسلګرۍ د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوي

author avatar
21 Oct 2019 - 16:38
سوداګر په کندوز کې د تاجکستان کونسلګرۍ د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوي
author avatar
21 Oct 2019 - 16:38

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ تله ٩٨): د کندوز سوداګر په دغه ولايت کې د تاجکستان هېواد د کونسلګرۍ پر بېرته پرانيستل کېدو ټينګار کوي او وايي چې په دې وروستيو کې له امنيتي ستونزو سره هم مخ دي.

دغه څرګندونې د کندوز سوداګرو د تلې په ٢٩مه د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې د نوي مشر او مرستيال د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د سوداګرو په استازيتوب عبدالحميد عيدي زاده وويل چې په دغه ولايت کې سوداګر له ناامنیو او نورو ستونزو سره مخ دي.

دى وايي: ((د تجارت لپاره سم ځاى نه لرو، په لارو کې غله او انسان تښتوونکي ولاړ وي، که دولت زموږ دغه مشکلات حل نه کړي، په دغه ولايت کې به سوداګري بېخي سقوط وکړي.))

دغه راز بل سوداګر سردارمحمد وويل چې حکومت بايد پر تاجکستان هېواد فشار راوړي څو په دغه ولايت کې خپله کونسلګري بېرته پرانيزي.

هغه وايي: ((زموږ ډېر کاروبار له تاجکستان سره دى، که دلته موږ ته د پخوا په  څېر کونسلګري جوړه نه کړي، زموږ مشکل نه حل کېږي.))

د سردارمحمد په وينا، کله چې دوى د تاجکستان هېواد د ويزې لپاره بلخ او يا هم بدخشان ولايت ته سفر کوي نو هم يې هم وخت ضايع کېږي او هم له غلو او انسان تښتوونکو سره په لارو کې مخ کېږي.

همدارنګه د کندوز د سوداګرۍ خونې نوي رييس ګل محمد رجب زاده وويل چې په دغه ولايت کې د ناامنیو له امله ګڼ شمېر سوداګر له شېرخان بندر څخه نورو ولايتونو ته ورغلي دي.

هغه وايي: ((مخکې په شېرخان بندر کې سلګونه شرکتونه وو خو اوس يواځې څو شرکتونه پاتې دي که امنيت  ښه نه شي دا به هم نورو ولايتونو ته ولاړې شي.))

يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادو ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

د غونډې په پاى کې د کندوز مرستيال والي حشمت الله رحيمي وويل، دوى اندېښمن دي چې له دغه ولايت څخه ګڼ شمېر شرکتونه نورو ولايتونو ته تللي دي.

د هغه په وينا، اړوند مسوولين کوښښ کوي چې د سوداګرو ټولې ستونزې هوارې کړي څو په دغه ولايت کې يو ځل بيا د پانګونې لپاره زمينه برابره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.