ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: هېڅ هېواد دې له منفي لارو په افغانستان کې د خپلو سیاستونو د عملي کولو هوډ نه کوي

محب: هېڅ هېواد دې له منفي لارو په افغانستان کې د خپلو سیاستونو د عملي کولو هوډ نه کوي

author avatar
21 Oct 2019 - 20:08
محب: هېڅ هېواد دې له منفي لارو په افغانستان کې د خپلو سیاستونو د عملي کولو هوډ نه کوي
author avatar
21 Oct 2019 - 20:08

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٨): د ملي امنیت سلاکار د افغانستان سوله، وده او پرمختګ د ټولو په خیر بولي او وايي، هېڅ هېواد دې له منفي لارو دلته د خپلو سیاستونو او ناوړه لوبو د عملي کولو تکل نه کوي.

نوموړي دغه خبرې د افغانستان او پاکستان لپاره د سویس له سفیر توماس کولي سره په کتنه کې کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په حواله ويلي، افغان ولس د هر هغه چا مننه او درناوی کوي، چې دوستي یې ورسره کړې او ښه چلند یې کړی دی.

هغه په دې برخه کې د سویس هیواد یادونه وکړه، چې له اوږدو کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې د افغانستان ملاتړی پاتې شوی او بېلابېلې همکارۍ یې کړې دي.

ده ټینګار وکړ چې زموږ هېواد د دې ډول همکاریو په سبب او په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانانو د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله ډېر بدلون موندلی او پرمختګ یې کړی دی.

د ملي امنیت سلاکار وویل، افغان حکومت تر بل هر وخت ډېر له نورو ملکونو سره په تماس کې دی، دلته د هغوی استازولۍ شته او افغانستان هم لسګونه ملکونو کې سفارتونه لري.

هغه د ګاونډیانو په اړه وویل، چې افغانان د ښه ګاونډیتوب غوښتونکي دي، خو ځینې ګاونډیان بیا دوه ګونې لوبه کوي او خبرې او عمل یې سره توپیر لري.

ملي امنیت سلاکار د افغانستان سوله، وده او پرمختګ د ټولو په خیر وباله او ټینګار یې وکړ، چې باید هېڅ هیواد هم له منفي لارو دلته د خپلو سیاستونو او ناوړه لوبو د عملي کولو تکل ونه کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د سویس سفیر د خپل هیواد د همکاریو د دوام په یادونې سره وویل، بې له شکه افغانستان لا هم د امنیت، بشري مرستو او جګړې په برخه کې داسې یوه حالت کې دی، چې باید لا ډېر کار او پاملرنه ورته وشي.

هغه ټینګار وکړ، چې دې برخې ته د نړیوالو په تېره بیا د ګاونډیو هیوادونو پام جلبول ډېر مهم دي.

د يوه بل خبر له مخې، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د بریتانیا له سفیرې الیسون بلېک سره په کتنه کې د روان حالت او افغانستان او بریتانیا پر اړیکو خبرې کړې دي.

د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د بریتانیا سفیرې د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو او د هغو د امنیت د ټینګښت له امله مبارکي وویله او افغان ملي امنیتي ځواکونه یې وستایل، چې یوه ملي پروسه یې خوندي کړله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.