ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره په تړاو ۴۵ کسان نيول شوي

ننګرهار کې ۱۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره په تړاو ۴۵ کسان نيول شوي

author avatar
21 Oct 2019 - 16:26
ننګرهار کې ۱۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره په تړاو ۴۵ کسان نيول شوي
author avatar
21 Oct 2019 - 16:26

جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): د ننګرهار ولايت پوليسو تېره يوه مياشت د نشه يي توکو د مخنيوي ۴۳ عمليات ترسره کړي چې په کې يې ۱۲۲۰ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه او ورسره په تړاو یې ۴۵ کسان هم نيولي دي.

د نيول شوو کسانو له ډلې يو شمېر کسان او نشه يي توکي د تلې په ۲۹مه د قوماندانۍ په مقر کې خبريالانو ته وښودل شول او ترڅنګ يې په اړه مسوولینو معلومات هم ورکړل.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وويل، تېره يوه مياشت د دې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت پوليسو ۴۳ ګډ او ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې ۲۵ يې د پوليسو له لوري ځانګړي او دغه راز ۱۸ له ملي اردو، ملي امنيت او نور امنيتي ارګانونو سره په ګډه ترسره کړي دي.

د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو د مخنيوي په دغو عملياتو کې ۱۲۲۰ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي او ورسره په تړاو ۴۵ مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

مبارز وايي، په يادو عملياتو کې ۱۵ موټر او ۳ ميله وسلې هم له یادو کسانو ترلاسه شوي دي.

د هغه په خبره، د نيول شوو کسانو له ډلې يو شمېر یې تر څېړنو لاندې دي او د ځينو دوسيې د نورو څېړنو په موخه څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.

قوماندان دا هم وويل چې دغه عمليات په جلال اباد ښار، خوږياڼو، سره رود، بهسودو، روداتو او يو شمېر نورو ولسواليو کې ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډيرېږي چې لوی علت يې هم په اسانۍ سره نشه يي توکو ته لاسرسی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.