ترينکوټ (پژواک، ٢٩ تله ٩٨) : سرچينې وايي چې د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال د کومانډو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ يوې باوري سرچينې د تلې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وړمې شپې راهيسې په ګيزاب ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده .
نوموړي زياته کړه، تر اوسه په دې جګړه کې د کومانډو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.
د ولسوالۍ دغې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، زياتوي چې له تېرو ٢١ ورځو راهيسې دلته جګړه روانه ده او سرتېري کلا بند دي.
هغه وايي، وسله والو طالبانو ګڼ شمېر سيمې هم نيولې دي او د ولسوالۍ امنيتي کمربند ته نږدې شوي دي.
بلخوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې په دې جګړه کې يې ١٤ سرتېري وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن