کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۸) : د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپیر وایي چې د سولې د روانو هڅو ترڅنګ به د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد قوي پوځي مبارزه روانه وي.
اسپیر چې پرون په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی و، نن د تلې په ۲۹مه، د افغانستان د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره یې په یوه ګډه خبري غونډه کې یادې څرګندونې وکړې.
هغه زیاته کړه چې امریکا به د یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د جوړېدو او د سولې لپاره د افغانستان د حکومت په مشرۍ د هلو ځلو ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو مرستو ته ژمنه وي.
د امریکا د دفاع وزیر وایي: "د مذاکراتو له لارې د یوې سیاسي موافقې ترلاسه کول د دې نتیجې د ترلاسه کولو تر ټولو ښه لار ده."
خو نوموړي په ډاګه کړه چې د دغې نتیجې د ترلاسه کولو پورې به د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد چې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي، قوي پوځي مبارزې ته دوام ورکوي.
مارک اسپیر ویلي چې د ټاکنو پایلې په پام کې نیولو پرته افغانستان سره د امریکا امنیتي مشارکت به په خپل ځای پاتې وي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د امریکا ماموریت نه دی بدل شوی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به دوام وکړي.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر یادې خبري غونډې ته وویل چې تېرکال په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېره له ۱۴۰۰۰ څخه ۱۲۰۰۰ ته راټیټه شوې ده.
د امریکا د دفاع وزیر چې پرون کابل ته راغلی و، ولسمشر محمد اشرف غني اواجراییه رییس ډاکټر عبدالله سره تفصیلي خبرې اترې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن