د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان مدني فعالان : نړیواله ټولنه دې د جګړې پای ته رسېدو لپاره کار وکړي

د بغلان مدني فعالان : نړیواله ټولنه دې د جګړې پای ته رسېدو لپاره کار وکړي

Oct 21, 2019 - 17:45

پلخمری(پژواک، ۲۹تله ۹۸): د بغلان مدني فعالانو په هېواد کې د وروستیو خونړیو پېښو د غندنې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتوالي د اندېښنو پرځای دې د جګړې پای ته رسېدو لپاره کار وکړي.

د بغلان مدني فعالانو د تلې په ۲۹مه په مرکز پلخمري کې د يوه  مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له حکومت او طالبانو په ټینګه وغوښتل چې د جګړې پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.

په دغه غونډه کې مدني فعال شاه زمان زماني وویل چې د ننګرهار وروستۍ خونړۍ پېښه نه هېرېدونکې ده، خو که په دغه برخه کې جدي اقدام ونه شي ورته نورې پېښې به هم رامنځته شي.

ده وویل: (( که جګړه اړتیا وي نو د يوه هدف لپاره بايد ترسره شي او ملکي خلک بايد په کې ونه وژل شي.))

د نوموړي په وينا، عام افغان له تېرو څو کلونو راهيسې سوله غواړي، خو ښکېلې خواوې د سولې راتلو لپاره هېڅ لېواله نه دي.

دغه راز بل مدني فعال عثمان شېرزوی وویل چې په وروستيو کلونو کې د جګړې د ښکېلو لورو د بې غورې له امله ګڼ شمېر ملکي کسان وژل شوي دي.

ده وويل چې نړيوال بايد پر حکومت او طالبانو فشارونه ډېر کړي، ترڅو په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره اقدام وکړي.

همدارنګه مدني فعالې حليمې وردګ وويل چې په دې وروستيو کې د ملګي وګړو مرګ ژوبلې د افغانانو ترڅنګ نړيوال هم اندېښمن کړي دي.

دې هم وويل چې حکومت او طالبان بايد د جګړې پرځاى د سولې راتلو ته لومړيتوب ورکړي.

په دغه غونډه کې يو شمېر نورو مدني فعالانو هم ورته څرګندونې وکړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې د خواشينۍ پرځاى دې په دغه هېواد کې د سولې د راتلو لپاره اړينې هلې وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، سږکال تر اوسه په هېواد کې ٦٤٨٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement