پلخمری(پژواک، ۲۹تله ۹۸): د بغلان مدني فعالانو په هېواد کې د وروستیو خونړیو پېښو د غندنې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتوالي د اندېښنو پرځای دې د جګړې پای ته رسېدو لپاره کار وکړي.
د بغلان مدني فعالانو د تلې په ۲۹مه په مرکز پلخمري کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له حکومت او طالبانو په ټینګه وغوښتل چې د جګړې پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.
په دغه غونډه کې مدني فعال شاه زمان زماني وویل چې د ننګرهار وروستۍ خونړۍ پېښه نه هېرېدونکې ده، خو که په دغه برخه کې جدي اقدام ونه شي ورته نورې پېښې به هم رامنځته شي.
ده وویل: (( که جګړه اړتیا وي نو د يوه هدف لپاره بايد ترسره شي او ملکي خلک بايد په کې ونه وژل شي.))
د نوموړي په وينا، عام افغان له تېرو څو کلونو راهيسې سوله غواړي، خو ښکېلې خواوې د سولې راتلو لپاره هېڅ لېواله نه دي.
دغه راز بل مدني فعال عثمان شېرزوی وویل چې په وروستيو کلونو کې د جګړې د ښکېلو لورو د بې غورې له امله ګڼ شمېر ملکي کسان وژل شوي دي.
ده وويل چې نړيوال بايد پر حکومت او طالبانو فشارونه ډېر کړي، ترڅو په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره اقدام وکړي.
همدارنګه مدني فعالې حليمې وردګ وويل چې په دې وروستيو کې د ملګي وګړو مرګ ژوبلې د افغانانو ترڅنګ نړيوال هم اندېښمن کړي دي.
دې هم وويل چې حکومت او طالبان بايد د جګړې پرځاى د سولې راتلو ته لومړيتوب ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن