ښرنه (پژواک، ٢٩ تله ٩٨): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې له شاوخوا شلو کلونو وروسته په خوشامند ولسوالۍ کې ١٣ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.
په دې اړه د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نيسم واجد د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شاوخوا دوه لسيزو راهيسې په خوشامند ولسوالۍ ٢٧ ښوونځي د امنيتي او ځينو نورو ستونزو له امله تړل شوي وو.
ده وويل چې له څه مودې راهيسې د قومي مشرانو په منځګړتوب د يادو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره هلې ځلې پيل شوې وې.
هغه زياته کړه: ((بالاخره موږ پر دې وتوانېدو چې ١٣ ښوونځي پرانيزو، دغو مکتبونو لپاره ځايونه مشخص شوي او درسي مواد مو هم ور لېږلي دي.))
د واجد د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځي کې به ٣٠٤٦ زده کوونکي زده کړې وکړي او د پاتې نورو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره هم هڅې روانې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: ((د نا امنۍ ترڅنګ يو شمېر خلکو هم په سيمه کې د ښوونځيو پرانيستلو مخه نيولې وه، خو اوس ښه شو دغه ستونزه حل شوه.))
ده وويل چې په تېرو څو کلونو کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له زده کړو بې برخي وو.
هغه زياته کړه: ((پيسه داره خلکو خو په نورو ځايونو کې درسونه وويل، خو هغه چا چې پيسې نه درلودې، همداسې بې سواده پاتې شول.))
د يادې موضوع په اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې په خوشامند ولسوالۍ کې ١٣ ښوونځي پرانيستل شوي دي.
والي وايي چې ډېر ژر به د يادو ښوونځيو د ودانيو جوړلو لړۍ هم پيل شي.
د يادونې ده، په پکتيکا کې ټول ٣٤ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي وو چې ١٣ يې پرانيستل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن