کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون د روان کال په لومړۍ نیمایي کې نږدې۶۵۰۰ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي او له ښکېلو لورو غواړي چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مرستيال محمد نعيم نظري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د روان ۱۳۹۸ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۶۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۸۷۶ نور ټپيان شوي دي.
د ده په وینا، په ياده مرګ ژوبله کې ۴۱۷۶ سړي، ۵۷۶ ښځې او ۱۶۳۴ ماشومان شامل دي خو د ۱۰۱ نورو هويت نه دی ثبت شوی.
هغه وایي چې دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې اته سلنه ډېروالی ښيي.
د ده په وینا، د تېر ۱۳۹۷ کال په همدې موده کې په افغانستان کې ۵۹۸۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د نظري په وینا، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د مرګ ژوبلې ۷۵ سلنه طالبانو، ۱۱ سلنه د حکومت پلوه ځواکونو او بهرنيانو، درې سلنه د داعش ډلې او یو سلنه پاکستاني ځواکونو پر کونړ په راکټي بریدونو کې اړولې ده.
ده وویل چې د لس سلنې نورې مرګ ژوبلې عاملين نه دي څرګند.
په راپور کې راغلي، د جګړو د ښکېلو ډلو له خوا په مخکنیو ډولونو د جګړو دوام، د پوځي وسايلو په کارولو کې د تناسب نه مراعات کول، د هستونګې سيمو ته د جګړو پراخېدل او د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي ته نه پاملرنه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرېدو لاملونه دي.
په راپور کې د جګړو ښکېلو خواوو ته سپارښتنه شوې چې بشردوستانه موازينو ته پاملرنه وکړي، د سولې په موخه بين الافغاني خبرې پيل کړي او اوربند وکړي.
کمېسیون له ښکېلو خواوو غوښتي چې د جګړو پر مهال د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي ته پام وکړي.
په راپور کې له وسله والو مخالفينو غوښتل شوي پر عامه تاسيساتو بريدونه ونه کړي او د برېښنا ستنې ونه نړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن