د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له ځینو ولايتونو ننګرهار ته ۱۸زره کورنۍ کډه شوې دي

له ځینو ولايتونو ننګرهار ته ۱۸زره کورنۍ کډه شوې دي

Oct 21, 2019 - 14:49

جلال اباد (پژواک، ٢٩ تله ۹۸): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې د ۱۷ ولايتونو بې ځايه شوي او د ۱۳ ولايتونو راستانه شوي کډوال ژوند کوي او په روان کال کې هم په ځینو ولايتونو کې د نا امنيو له امله تر ۱۸زره ډېرې کورنۍ دغه ولايت ته راکډه شوې دي.

د دغه رياست د مسوولينو په وينا، په راستنو شوو کډوالو کې ډېری هغه يې د ګاونډي ولايت کونړ اوسېدونکي دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، په دغه ولايت کې د کډوالو د راتګ او دلته د مېشت کېدو کچه تر نور ولايتونو ډېره ده.

نوموړي د دې چارې لامل په دغه ولايت کې د کار شتون، له ډيورنډ کرښې سره نږدېوالی او په ځينو ولايتونو کې نا امني په ګوته کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولايت کې د ۱۷ ولايتونو داخلي بې ځايه شوي او د ۱۳ ولايتونو هغه راستانه شوې کورنۍ چې تازه له پاکستانه هېواد ته راغلې دي.

قيومي زياته کړه، روان کال هم د په ځینو ولايتونو کې د نا امنيو لا امله دغه ولايت ته ۱۸زره او ۷۸ کورنۍ را کډه شوې او دلته په بېلابېلو ځايونو کې مېشت شوې دي.

هغه وايي چې روان کال په ننګرهار کې هم له يو شمېر ولسواليو ۴۲زره کورنۍ کډوالې شوې چې غټه برخه يې د حصارک او شېرزادو ولسواليو خلک دي.

د کډوالو چارو رييس د معلوماتو له مخې، اوس د دغه ولايت په شلو ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه شوی او بېځايه شوې کورنۍ کولی شي بېرته خپلو سيمو ته ستنې شي.

دی زياتوي: ((تر اوسه ۲۰۰۵ کورنۍ بېرته خپلو ولسواليو ته ستنې شوې او دغه راز ۱۴زره او ۶۴۰ کورنۍ عارضې شوې چې خپلو سيمو ته ستنې شي.))

قيومي وايي، دلته له داخلي بېځايه شوو او راستنو شوو ټولو کورنيو سره د مرستو پلان جوړ شوی، سروې شوې چې ګڼ شمېر کورنيو ته يې د UNHCR، WFP او يو شمېر نورو نړيوالو او خيريه موسسو په همکارۍ د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.

د نوموړي په وينا، په ننګرهار کې د کډوالو لپاره يو شمېر ښارګوټي هم جوړ شوي چې ځينو ښارګوټو کې يې د نا امنيو له امله ګڼې ځمکې د ځايي زورواکو له لوري غصب شوې وې چې اوس يې بېرته د راګرځولو لړۍ پيل شوې ده.

هغه دا هم وويل چې د ولسمشر د يوه تازه فرمان له مخې چې د کډوالو د مېشتېدو په اړه يې توشيح کړی، د دغو ټولو ولايتونو هغو کډوالو ته به نومرې ورکړي چې اړمنې دي او قانوني اسناد ولري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement