د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محب: هېڅ هېواد دې له منفي لارو په افغانستان کې د خپلو سیاستونو د عملي کولو هوډ نه کوي

محب: هېڅ هېواد دې له منفي لارو په افغانستان کې د خپلو سیاستونو د عملي کولو هوډ نه کوي

Oct 21, 2019 - 20:08

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٨): د ملي امنیت سلاکار د افغانستان سوله، وده او پرمختګ د ټولو په خیر بولي او وايي، هېڅ هېواد دې له منفي لارو دلته د خپلو سیاستونو او ناوړه لوبو د عملي کولو تکل نه کوي.

نوموړي دغه خبرې د افغانستان او پاکستان لپاره د سویس له سفیر توماس کولي سره په کتنه کې کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په حواله ويلي، افغان ولس د هر هغه چا مننه او درناوی کوي، چې دوستي یې ورسره کړې او ښه چلند یې کړی دی.

هغه په دې برخه کې د سویس هیواد یادونه وکړه، چې له اوږدو کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې د افغانستان ملاتړی پاتې شوی او بېلابېلې همکارۍ یې کړې دي.

ده ټینګار وکړ چې زموږ هېواد د دې ډول همکاریو په سبب او په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانانو د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله ډېر بدلون موندلی او پرمختګ یې کړی دی.

د ملي امنیت سلاکار وویل، افغان حکومت تر بل هر وخت ډېر له نورو ملکونو سره په تماس کې دی، دلته د هغوی استازولۍ شته او افغانستان هم لسګونه ملکونو کې سفارتونه لري.

هغه د ګاونډیانو په اړه وویل، چې افغانان د ښه ګاونډیتوب غوښتونکي دي، خو ځینې ګاونډیان بیا دوه ګونې لوبه کوي او خبرې او عمل یې سره توپیر لري.

ملي امنیت سلاکار د افغانستان سوله، وده او پرمختګ د ټولو په خیر وباله او ټینګار یې وکړ، چې باید هېڅ هیواد هم له منفي لارو دلته د خپلو سیاستونو او ناوړه لوبو د عملي کولو تکل ونه کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د سویس سفیر د خپل هیواد د همکاریو د دوام په یادونې سره وویل، بې له شکه افغانستان لا هم د امنیت، بشري مرستو او جګړې په برخه کې داسې یوه حالت کې دی، چې باید لا ډېر کار او پاملرنه ورته وشي.

هغه ټینګار وکړ، چې دې برخې ته د نړیوالو په تېره بیا د ګاونډیو هیوادونو پام جلبول ډېر مهم دي.

د يوه بل خبر له مخې، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د بریتانیا له سفیرې الیسون بلېک سره په کتنه کې د روان حالت او افغانستان او بریتانیا پر اړیکو خبرې کړې دي.

د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د بریتانیا سفیرې د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو او د هغو د امنیت د ټینګښت له امله مبارکي وویله او افغان ملي امنیتي ځواکونه یې وستایل، چې یوه ملي پروسه یې خوندي کړله.

ملي امنیت سلاکار وویل، طالبانو غوښتل دا بهیر له خنډ سره مخامخ کړي او د لسګونو بریدونو په کولو یې تمه وه، چې ناکامه یې کړي، خو د افغان ځواکونو د بشپړې تیارۍ او جدي اقداماتو له امله خپل هدف ته ونه رسېدل.

په دې ناسته کې د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو او په راتلونکي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د دوام او ښه والي په اړه هم بحثونه وشول.

دواړو لورو ټینګار وکړ چې سوله یوه جدي اړتیا ده او باید د جګړې د عواملو د پېژندلو او په نښه کولو له لارې روانه شخړه پای ته ورسېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement