جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت عصري حمامونه جوړ شول چې په کې د نوي عصر مطابق سونا، کاپي شاپ او تفريح لپاره هم زمينه برابره شوې ده.
د دغه عصري سيسټم لرونکي مرکز پرانيسته د تلې په ۲۹مه د ولايتي چارواکو له لوري وشوه او دا چاره د دغه ولايت د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره وبلل شوه.
د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو کې وويل، دا عصري حمامونه د مرکز مهترلام ښار اړوند د سلطان غازي بابا ښارګوټي کې په لس بسوې ځمکه کې جوړ شوي دي.
دی وايي، په ياد مرکز باندې لس ميليونه او ۳۸۶زره افغانۍ لګښت راغلی چې د وخت د ټولو عصري وسايلو لرونکي حمامونه او نور سيسټمونه په کې په پام کې نيول شوي دي.
د الکوزي د معلوماتو له مخې، دغه عصري حمام د VIP عصري سالون سربېره کافي شاپ، ۲۸ کوچني حمامونه، شنه ساحه، خشکه سونا، د بخار مربوط سونا، پخلنځی، د تفریح پارک او ګڼې نورې اسانتیاوې لري.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د دغه مرکز جوړېدل د لغمان لپاره د اقتصادي پرمختګ يو ګام ياد کړ او زياته يې کړه چې ياد ولايت د پانګې اچونې لپاره ډېر فرصتونه لري، سوداګر کولی شي دلته پانګونه وکړي.
هغه دغه راز په روان کال کې د ورته نورو سترو پروژو د پیل او پای يادونه هم وکړه چې په خبره يې په رغېدو سره به يې د لغمان د مرکز بڼه بدله او خلکو ته به لا ډېر کاري فرصتونه پيدا شي.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ له پول څخه تر ګوشتې ولسوالۍ پورې د ۳۲ کیلو متره سړک د ترمیم او ترافیکي علایمو د نصبولو چارې پیل شوې.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، دا پروژه د ننګرهار ولایت د سړکونو د څارنې او ساتنې ریاست له لوري ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، پر دې پروژې څلور میلیونه او ۸ سوه زره افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن