جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ملي امنيت رياست يو کارکوونکی د یوه وسله وال کس له خوا پر ډزو وژل شوی دی.
چارواکي وايي، په دغه بريد کې يو پلی روان محصل هم ټپي شوی چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند د بي بي هوا لېسې ساحه کې يو وسله وال کس د ملي امنيت رياست يو کارکوونکی وژلی دی.
دی وايي، د وسله وال په ډزو کې يو محصل چې په سيمه کې د تېرېدو په حال کې و هم ټپي شوی چې اوس د جلال اباد په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د هغه په وينا، بريدګر له سيمې په تېښته بريالی شوی خو امنيتي مسوولينو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په دې وروستيو کې جلال اباد ښار ډېر کله د داسې هدفي وژنو شاهد وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن