ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې په اړه تازه خوځښتونو افغانان بیا یو څه هیله من کړي دي

د سولې په اړه تازه خوځښتونو افغانان بیا یو څه هیله من کړي دي

author avatar
22 Oct 2019 - 15:35
د سولې په اړه تازه خوځښتونو افغانان بیا یو څه هیله من کړي دي
author avatar
22 Oct 2019 - 15:35

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٨): د افغانستان د سولې په تړاو د څو اړخونو له خوا هڅې يو ځل بيا پيل شوې او افغانانو ته يې هيله مندي پيدا کړې ده.

د سولې دا هڅې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې وروسته له هغه ودرېدې چې په کابل کې له يوه ځانمرګي بريده وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قطر کې له طالبانو سره له تېر يوه کال راهيسې پيل شوې خبرې اترې ودرولې.

په دغه بريد کې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون دوه د ناټو سرتېري او لس افغانان وژل شوي وو.

د قطر خبرې چې شاوخوا په لسو پړاوونو کې ترسره شوې او يوې هوکړې ته نږدې شوې وه، خو د ټرمپ له يوه ټويټ سره ودرېدې.

د ټرمپ له خوا د خبرو له درېدو وروسته د افغانستان حکومت هم اعلان وکړ چې په هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو له امله د حکومت له لوري هم د سولې هڅې د موقت وخت لپاره ودرول شوې.

د خليلزاد هڅې:

سولې ته يو ځل بيا هغه مهال هيله مندي پيدا شوه چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى تر يو څه ځنډ وروسته پرون يو ځل بيا د يو شمېر هېوادونو په سفر راوتلی دی.

هغه پرون په د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره ليدلي او د خپلو نوو هڅو په اړه يې هغه ته معلومات ورکړل، د ناټو سرمنشي هم د افغان سولې او د خليلزاد له هڅو خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.

ويل کېږي چې خليلزاد به د خپل سفر په وروستيو کې کابل ته راشي، خو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې خليلزاد به په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې له چارواکو سره پر افغان سولې تر سلا مشورو وروسته فرانسې ته ولاړ شي.

د مسکو غونډه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې چې زلمى خليلزاد به له بلجيم او فرانسې وروسته مسکو ته او هلته به د افغان سولې په تړاو څلور اړخيزه غونډه کې ګډون کوي.

په دې څلور اړخيزه غونډه کې ټاکل شوې ده چې د پاکستان، چين، امريکا او روسيې استازي ګډون وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې زلمى خليلزاد به په ياده غونډه کې د ګډون ترڅنګ د چين او روسيې له استازو سره د افغان سولې په تړاو ځانګړې ليدنې هم وکړي.

ټاکل شوې ده چې دغه غونډه درې ورځې وروسته د اکتوبر په ٢٥مه په مسکو کې جوړه شي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم منلې ده چې پلاوى به يې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

پاکستاني چارواکو ويلي چې دوی به له یادو هېوادونو سره یو ځای د افغان جګړې پر پای ته رسېدو او دلته د سولې پر راتګ خبرې وکړي.

د چين غونډه:

باوري حکومتي او غير حکومتي سرچينې وايي چې چين په بجینګ کې د قطر او مسکو په څېر د يوې بين الافغاني ناستې لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي دينګ شيجون چې د کابل په سفر بوخت دی، په تېرو څو ورځو کې له افغان چارواکو او سیاسي مشرانو سره د بجینګ پر ناستې خبرې کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغان لوري د چين پر ځاى په کوم بې پلوه اروپايي هېواد کې پر بين الافغاني مذاکراتو او ناستو باندې ټينګار کوي.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د چين په ناسته کې د افغان حکومت او سیاستوالو ۲۵ کسیز او د طالبانو ۱۵ کسیز پلاوي ګډون کوي.

د افغان حکومت سرچینې وايي، چین د دې ناستې لپاره د اکتوبر میاشتې وروستۍ ورځې ټاکلې، خو حکومت غواړي د انتخاباتو د پايلو له اعلان وروسته ترسره شي.

په متحده عربي امارات کې يوې افغاني سرچينې چې د سولې پروسه له نـږدې څاري وايي، تېره مياشت بجینګ ته د سفر پر مهال د چين حکومت له طالبانو غوښتي وو چې په دغه هېواد کې بين الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

سرچينې زياته کړې، طالبانو په دې ناسته کې له ګډون سره موافقه ښودلې ده او د چين حکومت له اړوندو خواوو سره د ناستې پر اجنډا او نورو مسايلو کار پيل کړى دى.

خو د چين حکومت په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغان حکومت دريځ:

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي وايي، د افغانستان دولت او ولس د دوامدارې او باعزته سولې پلوي او دغه ډول سولې ته رسېدو ته ژمن دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې سوله د ولسمشر اشرف غني په لومړيتوبونو کې ده او د سولې راوستلو ته حکومت هم ژمن دى.

صديقي زياته کړه، په هېواد کې حقيقي سوله هغه مهال رامنځته کېږي چې دا پروسه د افغانستان د دولت په مشرۍ او مالکيت کې ترسره شي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل وايي چې د چين د بين الافغاني ناستې موضوع له حکومت سره شريکه شوې ده او دوى پرې بحثونه پيل کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، هر کله چې حکومت په دې اړه وروستی تصميم ونيو، نو له خلکو او رسنيو سره به يې شريک شي.

سياسي شخصيتونه او د سولې فعالان:

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر غړی او پخوانى سلاکار وزير شهزاده مسعود وايي چې سوله د دوى په لومړيتوبونو کې ده او په افغانستان کې چې هر حکومت راځي، سوله يې بايد لومړيتوب وي.

نوموړي د بجینګ د ناستې په اړه وويل چې چين په سيمه او نړۍ کې مهم هېواد دی او د افغانستان په قضيه کې مهم رول لري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د چين په بين الافغاني ناسته کې پخوانى ولسمشر حامد کرزى ګډون کوي، شهزاده مسعود وويل: ((د سولې هره پروسه او ناسته چې افغان شموله وي، حتماً به په کې ګډون کوي.))

د سولې يو فعال خليل الله صافى وايي چې د بجینګ ناسته به د دوحې او مسکو په څېر مشورتي ناسته وي چې د طالبانو له پلاوي او افغان لوري څخه به خلک په کې په شخصي توګه ګډون کوي.

هغه پژواک ته وويل چې دغه يو ګټور ګام دى چې ورسره به د افغانانو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، دوى د هر هغه ناستې ملاتړ کوي، چې د جګړې د پاى ته رسېدو او سولې لپاره پکې بحثونه کېږي.

نوموړي پژواک ته وويل، سوله او اوربند دوى لومړيتوبونه دي او نور بايد په هېواد کې روانه وينه توييدنه بنده شي.

د طالبانو د قطر دفتر تر اوسه د نوو هڅو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.