د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لغمان د الينګار ولسوالۍ ښوونکو د اعتراض په توګه ښوونځي تړلي

د لغمان د الينګار ولسوالۍ ښوونکو د اعتراض په توګه ښوونځي تړلي

Oct 22, 2019 - 17:20

مهترلام (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د لغمان د الينګار ولسوالۍ ښوونکو دوی ته د سرپناه لپاره د ځمکو د نه ورکولو په غبرګون کې په اعتراضي بڼه ښوونځي تړلي دي.

د ښوونکو په وينا، پنځه مياشتې وړاندې ورته د ځمکو د وېش لړۍ پيل شوه، خو د ستونزو له امله وځنډول شوه چې تر اوسه ورته ځمکې نه دي تسليم شوي.

د دوی په خبره، له تېرو لسو کلونو راهيسې هره ورځ ورسره مختلفې وعدې کېږي؛ خو پوره کېږي نه، نو ځکه مجبور شول چې نن د دغې ولسوالۍ ټول ۸۱ ښوونځي وتړي او دا اعتراض به تر هغه دوام وکړي چې ځمکې ورته تسليم شوې نه وي.

خو ولايتي چارواکي بيا وايي، ښوونکي غوښتنه کوي چې مرکز کې دې ورته نومرې ورکړل شي، په داسې حال کې چې د ولسمشر د امر پر بنسټ ښوونکي هغې ولسوالۍ کې نومرې اخيستی شي چېرته چې په دنده بوخت وي.

الینګار ولسوالۍ ۸۱ ښوونځي لري او د ۱۴سوه ښوونکو له خوا شاوخوا شپږ دېرش زره زده کوونکو ته روزنه ورکول کیږي.

د الينګار ولسوالۍ د ښوونکو په استازيتوب يو شمېر ښوونکي د تلې په ۳۰مه مرکز مهترلام ښار ته د اعتراض په توګه راغلي وو او د پوهنې رياست په انګړ کې يې اعتراضيه ناسته پيل کړې وه.

د ښوونکو له ډلې د ولسوالۍ د پوهنې مدير فضل الرحيم ولايتي اداره او د پوهنې رياست د دوی د ستونزو په حل کې په پاتې راتلو تورنه کړه.

دی وايي، له تېرو لسو کلونو راهیسې يې حکومتي چارواکي تېر باسي او د استوګنې نومرې نه ورکوي، نو ځکه يې کاري اعتصاب کړی دى.

دغه راز يو بل ښوونکی سميع الله وايي، که تر درېيو ورځو يې غوښتنې ونه منل شي، د ښوونځیو حاضري به پوهنې ریاست ته وسپاري او د کابل - جلال اباد لویه لاره به د سرخکانو په سیمه کې بنده کړي.

د لغمان ولایت د پوهني رییس عبدالله حميدي هم د ښوونکو ستونزه مني، خو وايي، هڅې يې پيل کړي چې ستونزه حل کړي او ښوونکي بېرته خپل اعتراض پای ته ورسوي.

خو د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزی بيا وايي، ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل شوې، خو دا چې هغوی په مرکز کې د نومرو غوښتونکي دي، نو ځکه ستونزه رامنځته شوې ده.

هغه پژواک ته وويل، ښوونکي د ولسمشر د هغه فرمان خلاف چې هر ښوونکی په خپلې ولسوالۍ کې د نومرې اخيستو حق لري، مرکز کې د نومرې غوښتنه کوي او وايي، دا چاره د يو شمېر مغرضو او مافيايي کړيو چې هلته د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو د غصب پلان لري، د هغوی په غوښتنه کوي.  

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement