کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون وایي چې د هېواد د قوانينو خلاف د ملي راډیو ټلوېزیون ځمکه د انګليستان پر سفارت او اسیایي بانک پلورل شوې ده.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې خبرې غونډې ته د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ريیس زلمي زابلي وویل چې د ملي راډیو ټلوېزیون څه باندې ١٩ جريبه ځمکه د قانون خلاف د انګلیستان پر سفارت او اسیايي بانک پلورل شوې ده.
د زابلي د معلوماتو له مخې، حکومتونه کولاى شي يواځې د سفارتونو لپاره ځمکې ورکړي خو پلورلى يې پرې نه شي.
خو دى وايي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د قانون خلاف پر بهرنيو هېوادونو د ملي راډيو ټلويزيون ځمکه پلورلې ده.
د زابلي د معلومات له مخې، په ۲۰۰۶ کال پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا هم د ملي راډيو ټلوېزیون اته جریبه او څلور بسوې ځمکه د کاناډا پر سفارت د ١١ میلیونه ډالرو په بدل کې پلورل شوې وه.
خو دى زياتوي چې تر اوسه د کاناډا سفارت له خوا دغه ١١ میلیونه ډالر افغانستان ته نه دي ورکړل شوي.
ده وويل چې له دې مخکې هم د امريکايي پوهنتون او د مرکزي سېلو ځمکې پر بهرنيو پلورل شوې دي.
زابلي وویل، که چېرې د ملي یووالي حکومت مشران دې مسئلې ته پاملرنه ونه کړي، د خلکو له جدي غبرګون سره به مخ شي.
په دې غونډه کې د يادو څرګندونو په غبرګون کې د ملي راډيو ټلوېزیون د پروژو د څارنې مسوول غلام جیلاني وویل چې د ماليې وزارت له غوښتنې سره سم د ملي راډیو ټلوېزیون شپږ جریبه ځمکه بايد د انګلیستان سفارت ته ورکړل شي.
خو دى وايي چې د بهرنیو چارو وزارت د ملي راډیو ټلوېزیون له هوکړې پرته شپږ جریب او شل متره مربع ځمکه د انګلیستان سفارت ته او څه باندې ١٣ جريبه اسیايي بانک ته ورکړې ده.
زابلی زیاتوي چې د يادې موضوع په اړه دوى څو ځلې د بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت او د کلیو پراختیا وزارت له مسوولينو سره کتلي خو قناعت کوونکی ځواب يې نه دى ترلاسه کړى.
غلام جيلاني وايي چې د ملي راډيو ټلوېزيون د ځمکې يوه برخه د کاناډا سفارت، يوه برخه د انګلیستان سفارت، يوه برخه اسيايي بانک ته ورکړل شوې او د يوې اندازې ځمکې غوښتنه د ملګرو ملتونو ادارې هم کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن