ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ځوانان: اوربند باید د سولې خبرو لومړی شرط وي

د هرات ځوانان: اوربند باید د سولې خبرو لومړی شرط وي

author avatar
22 Oct 2019 - 18:20
د هرات ځوانان: اوربند باید د سولې خبرو لومړی شرط وي
author avatar
22 Oct 2019 - 18:20

 هرات (پژواک، ٣٠ تله ٩٨) د هرات یو شمېر ځوانانو (اوربند دې د سولې خبرو لپاره شرط وي) له شعار سره د « په سوله کې د ښځو او ځوانانو رول» تر عنوان لاندې کمپاین ترسره کړ.

 د افغان ښځو شبکې مسوولې او په هرات کې ددغه کمپاین تنظیموونکې حلیمې سلیمي د یاد کمپاین موخه د سولې په خبرو کې د ځوانانو او ښځو رول وبلله.   

 هغې زیاته کړه؛ «د سولې په مخکنیو خبرو کې د ښځو او ځوانانو رول کمرنګ و او موږ غواړو چې په دې پړاو خبرو کې ښځې ډېر رول ولري، که د سولې خبرې پیلېږي؛ نو اوربند یې باید لومړی شرط وي، ځکه چې د جنګ ډېری قربانیان ځوانان دي.»

 دغه راز هغې وویل، ښځې غواړي چې خپل غږ تر نړیوالې ټولنې ورسوي، څو ټول پوه شي چې ښځې داځل چپ نه پاتې کېږي.

 ددغه کمپاین یوه ګډونوال استاد قریشي وویل: «موږ نور له جګړې ستړي شوي یو او له ټولو وروڼو غواړو چې د سولې په خبرو کې ښځو ته ونډه ورکړي.»

 د کمپاین بل ګډونوال بشیر احمد ابدالي وویل: «د هېواد ټول قومونه سوله غواړي او یوازې طالبان دي چې جګړه کوي، هیله لرو چې طالبان له جګړې او ورور وژنې لاس واخلي او سوله وکړي څو خلک په امنیت او سوله کې ژوند وکړي او ځوانان نور پردیو هېوادونو ته کډوال نه شي.»

 په ورته وخت کې د بشري حقونو د کمېسیون رییس شهرزاد اکبر وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو پر مهال به د ښځو پر حقونو او لاسته راوړنو هېڅ ډول معامله ونه شي.

 هغې هرات ته د خپل سفر په لړ کې ټینګار وکړ چې ښځې او د جګړې قربانیان باید د سولې په خبرو کې موجود وي.

 نوموړې وویل: «د سولې خبرو بهیر په هغه صورت کې د پایدارې سولې لامل کېدای شي چې ټول شموله او د افغانستان د بشري حقونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ نه کړي.»

 د دغه کمېسیون رییسه ټینګار کوي چې د ښځو حقونه او ۱۸ کلنې لاسته راوړنې، د سولې په خبرو کې سرې کرښې دي.

د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوځل بیا خپل سفر پیل کړی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.