کابل ( پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د ملي امنیت ریاست وايي، د بلخ په مرکز مزارشریف کې یې هغه څلور کسان نیولي چې غوښتل یې د یو خصوصي پوهنتون پر مشر «جنرال ملک» ځانمرګی برید وکړي.
جنرال عبدالملک چې په ملي دفاع وزارت کې یې د افسر په توګه دنده تر سره کړې، د حزب آزادی افغانستان مشر هم دی.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې یوې څلور کسیزې ډلې غوښتل د مزارشریف فردوسي څلور لارې ته څېرمه د یوه ځانمرګي په واسطه د تاج خصوصي پوهنتون پر مشر جنرال ملک برید وکړي.
خو سرچینه زیاتوي، چې د ملي امنیت منسوبینو دغه کسان نیولي دي. ملي امنیت نه دي ویلي چې دغه کسان څه وخت نیول شوي دي.
د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، یاد ځانمرګی بریدګر په بغلان ولایت کې له طالبانو سره یو ځای شوی و او د طالبانو له یوه مسوول سره کندوز او بیا مزار ته تللی و تر څو هلته یاد برید وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن