ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې ١٨ سيمه ييز پوليس وژل شوي

په کندوز کې ١٨ سيمه ييز پوليس وژل شوي

author avatar
22 Oct 2019 - 11:29
په کندوز کې ١٨ سيمه ييز پوليس وژل شوي
author avatar
22 Oct 2019 - 11:29

کندوز ښار(پژواک،٣٠ تله ٩٨):د کندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ١٨ سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د علي اباد ولسوال امان الله قريشي د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د عرض بيګي کلي د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي او پوسته يې ويجاړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((وروسته نور کمکي سيمه ييز پوليس ورغلي، طالبانو ورته په لار کې کمين نيولى و چې په دغه کمين کې يې لس نور سيمه ييز پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.))

ولسوال زياتوي چې په دغه جګړه کې د سيمه ييز پوليسو يو هاموى ټانګ هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

د يادو سيمه ييزو پوليسو د وژل شوي قوماندان ارباب امير محمود ورور حبيب الرحمن پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په بريد کې يې ورور له خپلو ګڼ شمېر ملګرو سره وژل شوى دى.

دى وايي: ((طالبان زموږ د پوليسو په پرتله ډېرې قوي وسلې لري، که حکومت دلته سيمه ييزو پوليسو ته قوي وسلې ور نه کړي نور څوک حاضر نه دي چې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده ترسره کړي.))

همدارنګه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد رشيد هم پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې ١٦ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

ده وويل:(( يو څه غفلت شوى، ځکه دومره سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.))

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه په علي اباد ولسوالۍ کې د سيمه ييز پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د سيمه ييزو پوليسو د درېيو قوماندانانو ارباب امير محمود، شربت خان او خوشحال خان په ګډون ٢٠ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.