ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو روڼوالي لپاره د رایې ورکوونکو له نوملړه ۴۲۷زره کسان حذف شوي

د ټاکنو روڼوالي لپاره د رایې ورکوونکو له نوملړه ۴۲۷زره کسان حذف شوي

author avatar
22 Oct 2019 - 16:25
د ټاکنو روڼوالي لپاره د رایې ورکوونکو له نوملړه ۴۲۷زره کسان حذف شوي
author avatar
22 Oct 2019 - 16:25

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون وايي چې له ټاکنو مخکې ۴۲۷زره شکمن کسان د رایې ورکوونکو له نوملړه حذف شوي چې په کومه ځانګړې جغرافیه او قوم پورې اړوند نه دي.

د ټاکنو کمېسیون هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې یاد کمېسیون د ځانګړې جغرافیې او قوم اړوند رایې ورکوونکي حذف کړي او ویې ویل، د رایې ورکوونکو له لېسته حذف شوي کسان د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دي.

د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبيح الله سادات وویل، دغه کمېسیون له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې ۴۲۷زره کسان په دوو پړاوونو کې د رایې ورکوونکو له لېسته لرې کړي خو د ځانګړې جغرافیې او قوم نه، بلکې د ټول هېواد اړوند دي.

هغه زیاته کړه، دغه کمېسیون ۴۰۰زره رایې ورکوونکي چې تکراري یا جعلي پېژندپاڼې یې لرلې او قانوني عمر یې کم و، د رایې ورکوونکو له نوملړه لرې کړي دي.

نوموړي د احصايي ملي ادارې په مرسته د یو شمېر نورو رایې ورکوونکو حذف کېدو ته په اشاره وویل: "نوملړ مو د احصايي ملي ادارې ته ولېږه او ویې ویل، له ټولو رایې ورکوونکو شاوخوا ۲۷زره پېژندپاڼې د احصایې ادارې د معلوماتو په مرکز کې نه وې او هغه یې حذف کړل."

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس جبیب الرحمن ننګ پژواک ته وویل، د رایې ورکوونکو په ځینو لېستونو کې ځکه ستونزې وې چې دوی ته له مخکنیو کمېشنرانو پاتې وو او په تازه لېستونو کې هېڅ ډول ستونزه نه تر سترګو کېږي.

هغه زیاته کړه: " یوازې هغه کسان د رایې ورکونې له حقه محروم شوي چې جعلي او یا دوه تذکرې یې لرلې."

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویاند روینا شهابي هم د یادې ادارې له خوا د رایې ورکوونکو له نوملړه د ځانګړې جغرافیې یا قوم د خلکو حذف کېدل رد کړل او ویې ویل، دا یوازې تور دی او په اړه یې هېڅ اسناد نشته.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون د احصايي له ادارې غوښتي وو چې شکمن رایه ورکوونکي د تذکرې پر اساس وپېژني او دې ادارې د قانون مطابق خپله دنده ترسره کړه.

نوموړي وویل، د ټاکنو کمېسیون په رسمي ډول له دوی غوښتنه وکړه چې له ټولو ۹.۱ میلیون تذکرو جعلي، تزویري او شکمنې تذکرې وپېژني چې دې ادارې د قانون مطابق ورته رسېدنه وکړه.

هغه روښانه کړه: "هغه تذکرې چې ستونزه یې درلودې، د احصايي ملي ادارې له خوا شکمنې وپېژندل شوې او د ټاکنو کمېسیون د مکتوب په ځواب کې په رسمي ډول ولیکل شول چې ۲۷زره تذکرې کوایف لري او تر راتلونکې اطلاع شکمنې تذکرې تشخیص شوې دي او کمېسیون د خپلو طرزالعملونو مطابق کولای شي په دې اړه تصمیم ونیسي."

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو هغه مکتبونه چې د رایې ورکوونکو د نوملړ د تصفیې په موخه د ټاکنو کمېسیون او احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ رد او بدل شوي وو، ترلاسه کړي خو له پرله پسې اړیکو او احصایې ادارې ته د اطلاعاتو غوښتنې فورم پر لېږلو سربېره د یادو مکتوبونو پر ترلاسه کولو بریالی نه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.