ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي ځواکونه او طالبان په تخار کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

دولتي ځواکونه او طالبان په تخار کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
23 Oct 2019 - 16:29
دولتي ځواکونه او طالبان په تخار کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
23 Oct 2019 - 16:29

تالقان (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): حکومتي مسوولين او وسله وال طالبان د تخار په درقد او خواجه غار ولسواليو کې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

په شمال زون کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند عبدالهادي د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د تخار په درقد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو رحيم الله او قاري لعل محمد په ګډون لس طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

دغه راز يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د ملي اردو پنځه کومانډو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې تېره شپه طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې پر حکومتي ځواکونو بريد کړى دى.

هغه وايي چې دغه بريد کې ١٨ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

ده وويل چې په درقد ولسوالۍ کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او دغه ډول څرګندونې يواځې تبليغات دي.

بلخوا د پامير قول اردو مرستيال وياند بيا وايي چې په خواجه غار کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده، خواجه غار او درقد د تخار نا امنې ولسوالۍ دي چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.