کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): د ناټو سازمان او متحدو هېوادونو د دفاع وزيران په خپلې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان وروستي حالات هم ارزوي.
د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا دوه ورځنۍ غونډه سبا پيلېږي.
سرچينې زياته کړه چې په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په ځانګړې توګه د ناټو د راتلونکې سرمشريزې غونډې پر اجنډا خبرې او بحث کېږي.
ټاکل شوې ده دا سرمشريزه غونډه دوه مياشتې وروسته د برېتانيا په پلازمېنه لندن کې جوړه شي.
د ناټو سازمان مطبوعاتي دفتر وايي چې د دې غونډې په دويمه ورځ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کېږي چې په کې د سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت د همکارو او متحدو هېوادونو د دفاع وزيران هم ګډون کوي.
سرچينې زياته کړه، دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد، په افغانستان د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د ناټو ملکي استازى نيکولاس کي هم ګډون کوي.
د سرچينې په وينا، په دې ناسته کې به د افغانستان وروستي حالات او هلته د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت ارزول کېږي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي پژواک ته وويل چې د دفاع وزير اسدالله خالد په ياده غونډه کې د ګډون په موخه روان شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن