ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره د ښځو هڅې چټکې شوې دي

د کندهار په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره د ښځو هڅې چټکې شوې دي

author avatar
23 Oct 2019 - 09:28
د کندهار په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره د ښځو هڅې چټکې شوې دي
author avatar
23 Oct 2019 - 09:28

کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۸): په کندهار کې په داسې حال کې په دولتي ادارو کې د ښځو د مشارکت هڅې چټکې شوې دي چې په دغو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شتون شاوخوا ۲ سلنه ده.

ناامني، دودیزې ستونزې، ناسم ټولنیز چلند او په ادارو کې نامساعد شرایط هغه څه دي چې په دولتي ادارو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

که له یوې خوا ښځې د دې او ورته نورو ستونزو یادونه کوي، نو بل خوا په ولایتي او مرکزي کچه د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو د مشارکت لپاره هڅې چټکې شوې دي.

د شفیقې په نوم یوې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، د کلونو په تېرېدو لا هم په دغه ولايت کې هغسې شرايط برابر نه دي چې ښځې په ډاډه زړه دولتي دندې ترسره کړي او د نارينه وو په څېر حقوق ولري.

هغې زياته کړه، په دې برخه کې لومړنۍ اړتيا ډاډمن امنيت دى، دغه راز دوديز مسايل هم نه يوازې د مېرمنو د کار، بلکې د هغوى د زده کړو پر وړاندې هم لوى خنډ دى.

دا وايي، په ډېر کړاو یې ښوونځی لوستی او لوړې زده کړې یې کړې دي خو اوس چې غواړي کار وکړي، نو شرایط اجازه نه ورکوي.

د دې په خبره، دلته ان لوستي خلک هم د مېرمنو زده کړو او کار ته په ښه سترګه نه ګوري.

د کندهار ښار یوه بله اوسېدونکې سپوږمۍ بیا وايي، کورنۍ يې له معلمۍ پرته اجازه نه ورکوي چې په نورو دولتي ادارو کې کار وکړي.

دا وايي، له پوهنې او روغتيايي ادارو پرته په نورو ادارو کې لا هم هغه ميعارونه نه دي پلي شوي، چې مېرمنې په لوى زړه په کې کار وکړي.

هغې زياته کړه: ((کندهار په تېرو کلونو کې ډېرې بدې ورځې تېرې کړې، دغو حالاتو خلک دومره وېرولي، چې ان ګڼو ښار مېشتو کورنيو لا خپلې نجونې له زده کړو را وګرځولې، نو د کار اجازه خو  بېخي نه ورکوي.))

نوموړې د امنيتي ستونزو او دوديزو مسايلو ترڅنګ په دولتي ادارو کې ټيټ معاش هم د يوه لامل په توګه ياد کړ چې له امله یې ښځې کار ته زړه نه ښه کوي.

خو د کندهار د ښځو چارو رییسه وايي چې تر بل هر وخت یې د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو په موخه خپلې هڅې چټکې کړي دي.

هغې پژواک اژانس ته وویل، د ښځو چارو ریاست او مرستندویه ادارې په ګډه کار کوي څو د ښځو ژوند له اقتصادي، ټولینز او حقوقي پلوه ښه شي.

دې یادونه وکړه چې په کندهار کې دا مهال د مېرمنو لپاره ۸ موسسې کار کوي چې ۴۸۴ تنې ښځې په کې په کار بوختې دي.

دغه راز دې وویل چې په دولتي ادارو کې هم ۵۵ ښځې په کار بوختې دي چې دا شمېره ډېره کمه ده، خو په دې برخه کې کار کوي چې څنګه کولای شي په دولتي ادراو کې د ښځینه کارکوونکو شمېره لوړه شي.

د دې په وینا، په نظامي برخه کې بیا ۱۰۳ ښځې کار کوي چې ۶ یې افسرانې، ۳۵ یې ساتنمنې او ۶۲ یې سرتېرې دي.

د پوهنې په برخه کې د ښځو د وندې په اړه اڅکزۍ وویل چې په کندهار کې ټولټال ۱۹ ښوونځي او ۲ مدرسې یوازې د نجونو لپاره دي، د زده کړې په دغو مرکزونو کې ۱۵ ښځینه مدیرانې او ۷۵۰ تنې ښوونکې د ۶۵ زره ۷۳۸ نجونو په روزلو بوختې دي.

هغې د روغتیا په برخه کې هم د ښځو د ونډې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په کندهار کې ۲۲ تنې ډاکټرانې، ۷۰ نرسانې او ۱۰۴ قابلې په دندو بوختې دي چې تر دې وړاندې کلونو کې یې شمېر ډېر کم و.

اڅکزۍ وايي، ولایتي اداره هڅه کوي ښځو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې اسانتیاوې ډېرې کړي چې په دې موخه وار له مخې د ښځو یو مشورتي بورډ هم جوړ شوی دی.

د ې په خبره، له دې لارې به وکولای شي ښځو ته ډېرې کاري زمینې برابرې کړي او د کوچنیو، منځنیو او لویو پانګونو له لارې اړو ښځو ته اقتصادي سرچینې ومومي.

دا وايي، د دغه بورډ له لارې به ښځې وکړای شي د منظم مدني نظارت په موخه له ولایتي ادارې سره په رضاکار ډول همکاري او د دې تر څنګ به له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د حقونو د ورکړې په برخو کې هم مهم رول ولوبوي.

په دې وروستیو کې د مرکزي ادارې له خوا هم هڅې پیل شوې څو په کندهار کې د ښځو لپاره د کار مناسب شرایط اماده شي او په دولتي ادارو کې يې د مشارکت کچه لوړه شي.

په دې برخه کې په دې وروستیو ورځو کې کندهار ته د څو پلاوو سفرونه د یادونې وړ دي.

همدا تېره ورځ د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ او مسلکي معینیت څخه یو پلاوی کندهار ته راغلی و چې د کندهار له والي، مېرمنو او د ښځو د مشورتي بورډ له غړو سره ولیدل.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسدالله کویاس او سارا رضايي په مشرۍ دوه کسیز پلاوی تېره ورځ کندهار ته راغلی او له اړوندو چارواکو سره یې لیدلي دي.

دی زیاتوي، یاد پلاوی غواړي داسې پروګرامونه طرحه او عملي کړي څو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شي، د ښځو د ځورولو مخنیوی وشي، د ښځو ستونزې تشخیص او حللارې ورته پیدا شي او هغوی وهڅول شي په دولتي ادارو کې کار وکړي.

په خپله د دغه پلاوي غړی اسدالله کویاش وايي چې مرکزي اداره له اساسي قانون سره سم د ښځو زده کړو او کار موندنې ته پوره پاملرنه کوي، ځکه له دغه قانون سره سم ښځې په دولتي ادارو کې ۳۰ سلنه ونډه لري.

د کندهار والي حیات الله حیات بیا وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو د زده کړو او کار کولو لپاره بشپړ خوندي چاپېریال موجود دی.

هغه زیاته کړه، ولایتي ادارې تل د ښځو استخدام، عامه پوهاوي، صنعت، سوداګریزو چارو او مشورتي اړخ ته ځانګړې پاملرنه کړې، چي په همدې موخه ولایت مقام کې د جنډر مشاوریت او د ښځو د مشورتي بورډ د جوړولو تر څنګ د ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازار موندنه، ښځو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابرول او دوی ته د سوداګرۍ په برخو کې د اسانتیاوو برابرول یې بېلګې دي.

د ده په خبره، ولایتي ادارې د ښځو د اسانه استخدام لپاره د ازموینو پر مهال پنځه سلنه تخفیف ځانګړی کړی او حاضر دي چې د ښځینه دولتي کار کوونکو لپاره د ټرانسپورټ اسانتیا هم برابره کړي.

والي څرګنده کړه چې ښځې دې د نورو دولتي ادارو ترڅنګ په احمدشاه بابا هوايي ډګر، ښځو چارو ریاست او څارنوالۍ کې نوو اعلان شوو بستونو ته ځانونه نوماند کړي څو په مسلکي څانګو کې په دندو وګومارل شي.

دا په داسې حال ده چې څو اوونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزارت اړوند په نړیواله کچه د ښځو او بشر حقونو د چارو رییسې فروزان نوابي هم کندهار ته سفر کړی و چې موخه یې په دولتي ادارو کې د ښځو مشارکت و.

هغې ویلي وو، هڅې کوي د ښځو د هڅونې او عامه پوهاوي په موخه داسې پروګرامونه عملي کړي چې په دولتي ادارو کې د ښځینه مراجعینو لپاره باید ښځینه کارکوونکې موجودې وي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.