ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کوشاني دورې لرغوني اثار موندل شوي

ننګرهار کې د کوشاني دورې لرغوني اثار موندل شوي

author avatar
23 Oct 2019 - 18:06
ننګرهار کې د کوشاني دورې لرغوني اثار موندل شوي
author avatar
23 Oct 2019 - 18:06

جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۸): چارواکي وايي، په ننګرهار کې د سبزاباد په نوم په يوې تاريخي غونډۍ کې د کوشاني دورې لسګونه لرغوني اثار ترلاسه شوي او لا هم په دې غونډه کې د فني کیندنې چارې دوام لري.

دغه تاريخي غونډۍ د سره رود ولسوالۍ اړوند په سبزاباد سيمه کې پرته ده چې پوره کال وړاندې په کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري فني کيندنې پيل شوې.

مسوولينو ويل، دا په ننګرهار کې پوره نيمه پېړۍ وروسته د تاريخي ابداتو د فني کيندنې لومړنی ګام دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼی چې د دغه رياست د يو شمېر کارکوونکو په ملتيا د سبزاباد غونډۍ ته تللی و، هلته يې د وزارت د تاريخي ابداتو د کيندنې فني ټېم له کارونو څارنه وکړه.

د دې ليدنې پر مهال د فني ټيم انجنير روح الله احمدزي د سبزاباد غونډۍ په تاريخي اهميت خبرې وکړې او د تېرو څو مياشتو کيندنو په ترڅ کې یې د ترلاسه شوو اثارو په اړه معلومات وړاندې کړل.

انجنير احمدزي وويل: ((په دې غونډۍ کې زموږ څو مياشتنۍ څېړنو او کيندنو دا ثابته کړې ده چې دلته د کوشانيانو د وخت اثار شته او ښايي دا ځای د هغه د وخت د کوم واکمن د ناستې ځای و، څېړنې او ترلاسه شوي اثار دا ښيي چې په اسلامي دوره کې هم له دغه ځایه د يو ځواکمن سنګر په توګه کار اخيستل شوی.))

هغه زياته کړه چې له دغه ځايه تر اوسه په لسګونه تاريخي اثار ترلاسه شوي چې په کوشانيانو او اسلامي پېر پورې اړه لري.

د نوموړي په وينا، د دې تپې موقعيت داسې دی چې لوېديځ لور ته يې د بودايي دور د امرخېلو، تورغر او ادم خېلو تاريخي استوپې، شمال لوېديځ ته يې د درونټې د بحراباد سمڅې او استوپه، شمال ختيځ ته یې د بحراباد استوپه، جنوب ختيځ ته یې د هډې تاريخي سيمه پرته ده چې ټولې استوپې او تاريخي ځايونه له دې ځايه څارل کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي د ياد ټېم انجنيرانو او مسلکي کسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، هغه له دې غونډۍ نه ترلاسه شوي اثار د هېواد د فرهنګي شتمنۍ په برخه کې بډايه پانګه وګڼله او د خونديتوب لپاره يې خپلې سپارښتنې وړاندې کړې.

په  ننګرهار کې په لومړي ځل قانوني کيندنې د افغانستان حکومت په توافق  په ۱۹۲۲ل کال کې د هډې په سيمه کې د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا پيل شوې، چې په ترڅ کې يې په سلګونه قلمونه منقول او يو شمېر نامنقول اثار تر لاسه شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.