کابل ( پژواک، د لړم لومړۍ نيټه ٩٨) : ولسمشراشرف غني له افغانستان سره د جاپان د دوامداره مرستو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان لپاره د جاپان مرستې پر موقع، مؤثرې، مثمرې او شفافه وې.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني جاپان ته د خپل سفر پر مهال نن په پلازمېنه توکیو کې د نیتي دای ورزشي علومو پوهنتون کې محصلینو او استادانو، یو شمېر دیپلوماتانو او د جاپان حکومتي مقاماتو ته په خطاب کې وینا وکړه.
سرچينې زياته کړې، په دغه وینا کې جمهوررئیس وویل: "زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د چاپان د نوي امپراتور د تاجګذارۍ په مراسمو کې ګډون کوم او هیله لرم جاپان په دغه نوې دوره کې زرګونه کلونه په سوله او هوساینه کې تېر کړي. "
هغه دغه راز په جاپان کې د وروستي توفان د قربانیانو په خاطر د خپلې همدردۍ مراتب څرګند او وې ویل، فرهنګي مشترکاتو د دواړو هیوادونو خلک له کلونو راهیسي سره پیوند کړي دي.
ولسمشر څرګنده کړه: "ګډو فرهنګي پیوندونو، موږ په خوښۍ او غم کې سره متحد کړي یوو او هیله لرم خوښي مو پر غم غالبه واوسي. "
اشرف غني د نیتي دای ورزشي پوهنتون رهبرۍ څخه د دغه پوهنتون له محصلینو سره د ملاقات د زمینې برابرولو او دغه راز د افغان-جاپان دوستۍ مجتمع د ایجاد په خاطر مننه وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د نږدې والي او پراختیا لپاره یې ګټوره وبلله.
ولسمشر له افغانستان سره د جاپان د دوامداره مرستو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان لپاره د جاپان مرستې پر موقع، مؤثرې، مثمرې او شفافه وې. دغه راز له ۲۰۰۱ کال راوروسته چې په افغانستان کې نوی حکومت ایجاد شو، جاپان لومړنی هیواد وو چې د افغانستان په اړه یې د توکیو لومړني کنفرانس کوربتوب وکړ.
جمهوررئیس غني د بشري پانګې ارزښت ته په اشارې وویل: "هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې د ایجاد په لټه کې یوو، هغه بشري پانګه ده. هغه زیاته کړه له بشري پانګې پرته له طبیعي پانګې څخه استفاده نه کېږي او په دې برخه کې د زیاتې پانګونې اړتیا ده. "
هغه څرګنده کړه، جاپان د ښوونې او روزنې او تحصیلاتو له لارې له افغانستان سره د بشري پانګې د پیاوړتیا په برخه کې همکاري کولای شي. هغه زیاته کړه، ټیمي کار، همغږي او د کار په طریقه متمرکزه رهبري د جاپان د تحصیلي نظام له ځانګړنو څخه دي.
ولسمشر غني دغه راز وویل : " موږ افغان کوچنیانو او ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل د زمینې برابرولو په لټه کې یوو او هیله لرم د بشري پانګې د ایجاد په برخه کې ستاسې مرسته ولرو. "
د ولسمشر له وینا وروسته په داسې حال کې چې د نیتي دای ورزشي علومو پوهنتون رئیس او یو شمېر استادانو یې ملتیا کوله، د یاد پوهنتون په انګړ کې یو نیالګی کېښود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن