ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: جاپاني پانګوال دې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

ولسمشر غني: جاپاني پانګوال دې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

author avatar
23 Oct 2019 - 12:11
ولسمشر غني: جاپاني پانګوال دې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي
author avatar
23 Oct 2019 - 12:11

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ ۹۸): د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له جاپاني پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې جاپان ته د سفر پر مهال نن د دغه هېواد د نړیوالو همکاریو (جایکا) له مشر شینیچي کیتاوکا سره په کتنه کې کړې دي.

غني په دې کتنه کې ویلي: "د کانونو د قوانینو له بدلون وروسته افغانستان پانګونې ته چمتو دی، نو جاپاني ټول پانګوال دې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې په ځانګړي ډول د لیتیم استخراجولو لپاره پانګونه وکړي."

محمد اشرف غني، جاپان د افغانستان ستراتیژیک ملګری بللی او له  افغانستان سره د دغه هېواد له مرستو د مننې ترڅنګ یې له جاپانه غوښتي چې له افغانستان سره د کرنې د ودې، د اوبو مدیریت، ښاري پراختیا، د ځمکو ثبت، د ځنګلونو احیا او د کانونو د تجربو او موډلونو شریکولو په برخو کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د جایکا مشر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د کرنې د ودې او د افغان محصلینو د روزلو په برخو مرستې وکړي.

هغه ویلي: "افغان محصلین به له لوړو زده کړو او روزنې وروسته پر دې وپوهېږي چې جاپان څنګه په بېلابېلو برخو کې ژر پرمختګ وکړ، دوی بیا کولای شي له هغه موډله په افغانستان کې کار واخلي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.