کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨) : راپورونه وايي، چې د بريتانيا په ويلز ښار کې له يوه لارۍ باربري موټر څخه ٣٩ مړي موندل شوي دي.
د بريتانيا رسنيو خبر ورکړى، دا لارۍ موټر د تېرې شنبې په ورځ له بلغاريا څخه برتانيې ته داخله شوې وه چې بيا د ګريس د اترګليډ صنعتي پارک د اسکس په سيمه کې وموندل شوه.
د بريتانيا د پوليسو يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې د دغې قضيې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د پوليسو مشرې زياته کړې : "دا مهال پوليس د مړو پر پېژندلو بوخت دي چې ښايي دا کار وخت ونيسي."
د رايټرز خبري اژانس د بلغاريا د بهرنيو چارو وزارت له قوله ليکلي چې د اوس لپاره دا نشي تاييدولی چې دغه لارۍ له بلغاريا څخه برتانيې ته تللې ده او که نه.
د اسکس ښار پوليس وايي د لارۍ چلوونکی چې د شمالي ايرلنډ اوسېدونکى دی، د قتل په تور نيول شوی دی.
تر اوسه لا نه ده معلومه چې مړه شوي کسان څوک او د کومو هېوادونو ديو خو ډېرى مهال د افغانستان په ګدون له اسيايي ، افريقايي او منځني ختيځ هېوادونو څخه خلک په قاچاقي ډول اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن