کابل (پژواک، د لړم لومړۍ ٩٨) : د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني له خپلې دندې څخه استعفى ورکړې ده.
نوموړي نن د لړم په لومړۍ نېټه د ولسمشر په نوم خپل استعفى ليک پخپل رسمي فيسبوک پاڼه کې خپور کړى دى.
هغه په استعفى ليک کې پر ملي يووالي حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ يو شمېر نيوکې کړې او زياته کړې په اوسنيو شرايطو کې هغه خپلې دندې ته ادامه نه شو ورکولى.
رباني زياته کړې : "اوس چې د ملي وحدت د حکومت کاري موده ختمه شوې او په اوسنيو نازکو/ماتېدونکو حالاتو کې تر بل هر وخت پيوستون او نږدېوالي ته ډېره اړتيا ده ، د هغوی له لوري، چې د دولت سازۍ ادعا لري، په بېلابېلو ډولونو د دولتي ادارو تخريب د پټولو او منلو نه دی."
رباني له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهېسې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست و. د هغه اړيکې له ولسمشر ۍ ماڼۍ سره دېرې ښې نه وې.
دا اړيکې وروسته له هغه نورې هم خرابې شوې، چې تېره مياشت د ملګرو ملتونو کلنۍ غونـډې ته د رباني پر ځاى د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ولېږل شو.
دغه راز څو ورځې مخکې د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي له دې امله له دندې لرې کړل شو، چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر يې ستايلى و.
بلخوا ولسمشر په بهرنيو چارو وزارت کې د فساد او نورو ستونزو په اړه د پلټنو امر کړى و، چې دغه کار هم رباني ته د منلو وړ نه و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن