د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبان د چين په بين الافغاني ناسته کې ګډون کوي

طالبان د چين په بين الافغاني ناسته کې ګډون کوي

Oct 23, 2019 - 09:34

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): د طالبانو د قطر دفتر اعلان کړى چې پلاوى يې د چين په بين الافغاني ناسته کې ګډون کوي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د لړم په لومړۍ نېټه په ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ډين ژيجون او په قطر کې د چين سفير پرون ماښام په دوحه کې له ملا برادر سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې، د چين پلاوي د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي ته د بجینګ په کېدونکې بين الافغاني ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

شاهين ويلي، د چين ناسته د مسکو او دوحې د شوو کنفرانسونو لړۍ ده او د دوى پلاوى به په کې ګډون کوي.

د هغه په وينا، د دې بين الافغاني ناستې ټول ګډونوال به په شخصي توګه ګډون کوي او د افغانستان د حل پر لارو چارو خپل شخصي نظرونه وړاندې کوي.

تر اوسه د چين حکومت د دې ناستې په اړه رسمي نظر نه دى ورکړى، خو پاکستاني رسنيو خبر  ورکړى چې دا ناسته به راتلونکې اوونۍ د لړم په ٦مه او اوومه په بجینګ کې وشي.

د يادونې ده، په ٢٠١٥ کال کې هم چين په ارومچي ښار کې د افغان حکومت او طالبانو يوه پټه ناسته برابره کړې وه.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل وايي چې دوى د چين له ناستې په جريان کې دي او په دې اړه بحثونه پيل شوي دي.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه په دې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون يا نه ګډون پرېکړه نه ده شوې.

ويل کېږي چې په دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار، د جمعيت اسلامي غړو عطاءمحمد نور، اسماعيل خان په ګډون يو شمېر افغان سياسيونو ته بلنه ورکړل شوې ده.

يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې  د چين په ناسته کې به  د طالبانو ١٥ کسيز او له کابل څخه ٢٥ کسيز پلاوى ګډون کوي.

په اروپا کې مېشت افغان ژورنالېست سميع يوسفزى چې د سولې خبرې له نږدې څاري وايي، دا ډول ناستې ګټورې دي او هر لوري ته ددې چانس پيدا کېږي، چې خپل دريځ روښانه کړي.

هغه پژواک ته وويل، په ټوله کې د سولې هره ناسته او کنفرانس ګټور دى او دافغانستان د سولې لپاره يو ښه پرمختګ کېداى شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement