د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پوليسو په کندهار ښار کې دوه انسان تښتوونکي وژلي

پوليسو په کندهار ښار کې دوه انسان تښتوونکي وژلي

Oct 23, 2019 - 11:16

کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): د کندهار امنيه قومانداني وايي چې پوليسو په يوه نښته کې دوه انسان تښتوونکي وژلي دي.

د امنيې قوماندانۍ له خوا د لړم په لومړۍ نېـټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغو تښتوونکو څو ورځې مخکې د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې په ساحه کې د فاروقيه په نوم له یوې مدرسې لس کلن ماشوم تښتولی و.

سرچينې زياته کړې، تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ د پيسو غوښتنه کړې وه چې د نه ترلاسه کولو په بدل کې يې ماشوم وژلی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه موضوع د پولیسو تر پلټنې لاندې وه چې په پايله کې يې تېره شپه د کندهار ښار د اوومې امنيتي حوزې امر محمد هاشم رېګوال د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې اړوند په ښوراندام سیمه کې پر هغه کور عملیات وکړل چې تښتوونکي په کې اوسېدل.

د کندهار امنيه قومانداني وايي، تښتوونکو پر پولیسو بريد وکړ، خو د پوليسو په ځوابي ډزو کې دواړه ووژل شول.

سرچينې ويلي، پولیسو له دغه کور څخه د هغه ماشوم جسد هم ترلاسه کړی چې تښتوونکو وژلی و او بيا يې په يوه کارتن کې ځای پر ځای کړی و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement