د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د بريتانيا په يوه باربري موټر کې ٣٩ مړي موندل شوي

​د بريتانيا په يوه باربري موټر کې ٣٩ مړي موندل شوي

Oct 23, 2019 - 18:35

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨) : راپورونه وايي، چې د بريتانيا په ويلز ښار کې له يوه لارۍ باربري موټر څخه ٣٩  مړي موندل شوي دي.

د بريتانيا رسنيو خبر ورکړى، دا لارۍ موټر د تېرې شنبې په ورځ له بلغاريا څخه برتانيې ته داخله شوې وه چې بيا د ګريس د اترګليډ  صنعتي پارک د اسکس په سيمه کې وموندل شوه.

د بريتانيا د پوليسو يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې د دغې قضيې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د پوليسو مشرې زياته کړې : "دا مهال پوليس د مړو پر پېژندلو بوخت دي چې ښايي دا کار وخت ونيسي."

د رايټرز خبري اژانس د بلغاريا د بهرنيو چارو وزارت له قوله ليکلي چې د اوس لپاره دا نشي تاييدولی چې دغه لارۍ له بلغاريا څخه برتانيې ته تللې ده او که نه.

د اسکس ښار پوليس وايي د لارۍ چلوونکی چې د شمالي ايرلنډ اوسېدونکى دی، د قتل په تور نيول شوی دی.

تر اوسه لا نه ده معلومه چې مړه شوي کسان څوک او د کومو هېوادونو ديو خو ډېرى مهال د افغانستان په ګدون له اسيايي ، افريقايي او منځني ختيځ هېوادونو څخه خلک په قاچاقي ډول اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement